اسلام آباد 06 اګست(اے پی پی)وزيراعظم محمد شهباز شريف به د 6 نه تر 8 اګست د سعودي عرب سركاري دوره كوي۔د زيارت په ورځ د خارجه دفتر وياند جاري شوي بيان له مخې په دې موقع به د وزيراعظم سره د يو اعلٰی كچ پلاوې هم وي كوم كښې به چې وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار٬چيف آف آرمي سټاف و چيف آف ډيفنس فورسز سيد …
وزيراعظم به د 6 نه تر 8 اګست د سعودي عرب سركاري دوره كوي۔د خارجه دفتر وياند
اسلام آباد 06 اګست(اے پی پی)وزيراعظم محمد شهباز شريف به د 6 نه تر 8 اګست د سعودي عرب سركاري دوره كوي۔د زيارت په ورځ د خارجه دفتر وياند جاري شوي بيان له مخې په دې موقع به د وزيراعظم سره د يو اعلٰی كچ پلاوې هم وي كوم كښې به چې وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار٬چيف آف آرمي سټاف و چيف آف ډيفنس فورسز سيد عاصم منير او وفاقي وزيران شامل وي۔نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار اردن كښې د مقبوضه بيت المقدس په اړه وزارتي غونډه كښې ګډون نه پس مدينه المنوره كښې د مختصر قيام نه پس به پلاوي كښې شامل شي۔د دورې په مهال به وزيراعظم د سعودي عرب ولي عهد و وزيراعظم شهزاده محمد بن سلمان بن عبدالعزيز آل سعود سره ملاقات كوي چې پكښې به د پاكستان او سعودي عرب دوه اړخيزه اړيكې لا مستحكمولو سره سره د شريكې خوښې په سيمه ايزو او نړيوالو چارو هم د خيالاتو څرګندونه كولې شي۔بيان له مخې دا دوره د سعودي عرب سره د پاكستان د پخواني شراكتدارۍ څرګندونه ده كومه چې په څو لسيزو محيط او په شريك باور٬مرسته او ورورولۍ اړيكو اډانه ده۔بيان كښې وئېلي شوي دي اګر چې دا دوره د خليج منطقه كښې د زيات شوي تاؤ تريخوالي په لړ كښې كيږي خو د دې اهميت سمدستي بحرانونو او د لنډې مودې حالات څخه ډېر زيات دے٬دا دوره د دواړو هېوادونو دوه اړخيزه اړيكو لا قوي كولو٬سټريټجك مرستې ته ودې وركولو٬شريكې خوښې او سيمه ايزو و نړيوالو چارو باندې نزدې رابطې ته پراختيا وركولو كښې به مهم كردار ادا كوي











