ریاض 06 اګست(اے پي پي) د سعودی عرب خارجه وزير شهزادہ فیصل بن فرحان په دې خبره زور راوړے دے چې د فلسطین په خاوره د اسرائیل ټول يو اړخيزه اقدامات باطل دي۔ د العربیه تر مخه هغه د دې خبرې پخلے وكړو چې د القدس تحفظ د كوم هم امن لپاره يوه بنيادي ستورے يا بنياد دے ٬ هغه هم په دې وخت غزہ كښې د اسرائیل د …
فلسطین په خاروه د اسرائیل ټول يو اړخيزه اقدامات باطل دي ، سعودي عرب
ریاض 06 اګست(اے پي پي) د سعودی عرب خارجه وزير شهزادہ فیصل بن فرحان په دې خبره زور راوړے دے چې د فلسطین په خاوره د اسرائیل ټول يو اړخيزه اقدامات باطل دي۔ د العربیه تر مخه هغه د دې خبرې پخلے وكړو چې د القدس تحفظ د كوم هم امن لپاره يوه بنيادي ستورے يا بنياد دے ٬ هغه هم په دې وخت غزہ كښې د اسرائیل د خلاف ورزو په سختو ټكو غندنه وكړه ۔ د سعودي خارجه وزير شهزادہ فیصل بن فرحان د اردن پايه تخت عمان كښې د القدس او د هغې د مقدس ځايونو ملاتړ له د وزارتي غونډې په مهال د اردن نائب وزیراعظم او د كډوالو چارو خارجه وزير ایمن الصفدي سره ملاقات وكړو ۔ملاقات كښې د دواړو هېوادونو او اولسونو تر مينځه د دوه اړخيزه اړيكو جاج واغستلے شو او د دغې د ودې په لارو چارو خبرې وشوې٬ دغسې په سيمه ايز پیش رفت په خاص توګه د لوېدېزې غاړې او غزہ پتۍ په صورتحال او په دې لړ كښې په كېدونكو هلو ځلو هم خبرې وشوې۔











