عمان 05 اګست (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار وئيلي دي پاکستان د مهمې وزارتي غونډې په تابيا د اردن د هاشمي مملكت د زړه له كومي مننه كوي ٬ مونږ په يو داسې نازك پړاٶ كښې راغونډ شوي يو كله چې د اسرائيل قابض طاقت لخوا د مقبوضه فلسطين په سيمو په خاص توګه ختيز يروشلم كښې روان غير قانوني اقدامات د …
پاکستان په مهمې وزارتي غونډه كولو د اردن هاشمي مملكت د زړه له كومي مننه ٬ په مقبوضه فلسطين سيمو كښې د اسرائيل غير قانوني اقدامات د مقدس ځايونو تقدس او تاريخي تشخص په خطر كښې اچوي۔ نائب وزيراعظم اسحاق ډار

مزید خبریں
عمان 05 اګست (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار وئيلي دي پاکستان د مهمې وزارتي غونډې په تابيا د اردن د هاشمي مملكت د زړه له كومي مننه كوي ٬ مونږ په يو داسې نازك پړاٶ كښې راغونډ شوي يو كله چې د اسرائيل قابض طاقت لخوا د مقبوضه فلسطين په سيمو په خاص توګه ختيز يروشلم كښې روان غير قانوني اقدامات د مقدس ځايونو تقدس او تاريخي تشخص په خطر كښې اچوي، نړيوال قانون او د ملګرو ملتونو د سلامتي کونسل اړوند قراردادونه نظر انداز كوي او منصفانه، جامع او د تل پاتي امن امكانات لا كمزوې كوي۔ د شورو په ورځ د خارجه وزارت لخوا د جاري بيان له مخې د ختيز مقبوضه يروشلم په خرابېدونكي صورتحال وزارتي غٶنډې ته خپلې وېنا كښې ده ووئيل پاکستان د مسجدِ اقصيٰ/الحرم الشريف د انتها پسند اسرائيلي آباد کارو د مسلسل بريدونو په سختو ټكو غندنه كوي چې سرپرستي ئې د اسرائيل اعليٰ حکومتي وزيران كوي چې ورته د قابض ځواكونو تحفظ ترلاسه دے٬ د يروشلم مذهبي او تاريخي حيثيت قصداً مجروح كولو سره اسرائيل د ګردې نړۍ د مسلمانانو مذهبي جذبات راپاروي٬ دا قدامات نه يوازې امن او استحكام ته زيان رسوي بلكې د بېلو مذهبونو پيروکارو د شخړې پلو د بوتللو هڅې معلومېږي، ده ووئېل مونږ له د دې اجازه وركول نه ده پكار ۔۔ نائب وزيراعظم ووئيل په دې حقيقت كښې شك نه دے پكار چې ختيز مقبوضه يروشلم او هلته اسلامي و مسيحي مقدس ځايونو باندې د اسرائيل خود مختاري نشته ٬ د دې ځايونو حيثيت يا تشخص بدلولو لپاره كېدونكې اقدامات كالعدم، غير قانوني او بې اثره دي۔ ۔ ده ووئيل پاکستان په يروشلم كښې د اسلامي او مسيحي مقدس ځايونو په هاشمي سرپرستۍ كښې تاريخي او خاص کردار لپاره د خپل بشپړ ملاتړ پخلے كوي٬ پاکستان د اردن د اوقاف وزارت سره تړون لرونكې د يروشلم اوقاف او د مسجدِ اقصيٰ چارو څانګه د مسجدِ اقصيٰ/الحرم الشريف د انتظام و انصرام يوازنې قانوني او مجاز اداره تسليموي۔ محمد اسحاق ډار ووئيل په غزه كښې بشري صورتحال ډېر نازک دے، جنګ بندي او د امن منصوبې په ځېنې برخو عملدرآمد كښې هرڅو چې څه ښه والے راغلے خو اوس هم 59 فيصده آبادي د سخت غذائي تحفظ نشتوالي سره مخ ده ، په خاص توګه د جنګ بندۍ نه پس هم د 1,100 نه زيات فلسطينيان شهيدان كړې شوي كوم چې د امن په منصوبه بشپړ او په زړه پورې عملدرآمد له يوه پوښتنه ده ، ده ووئېل نزدې 20 لكه كسان اوس هم په غزه كښې يوازې تر 30 فيصده زمكې محدود دي او په سختو حالاتو كښې وژند كوي۔ ده ووئيل د دې حالاتو له مخې عرب او د اسلامي هېوادونو وحدت٬ عزم او مشترکه اقدامات سره مخ په وړاندې تلل پكار دي ٬ ده د يروشلم او د دغې د مقدس ځايونو تحفظ د عزم پخلي كولو سره مسجدِ اقصيٰ/الحرم الشريف په ضد د ټولو خلاف ورزو خاتمه ، د تاريخي او قانوني حيثيت تحفظ، او د يروشلم زوړ ښار او تر مقدس ځايونو د كوم خنډ نه غېر د رسنې مطالبه وكړه ۔ نائب وزيراعظم محمد اسحاق ډار ووئيل فلسطينيانو لپاره د پاکستان ملاتړ به تل قوي او غيرمتزلزل وي٬ مونږ د فلسطيني اولس د خپلواكۍ حق او د جون 1967 نه وړاندې د پولو په بنياد د يو آزاد٬ خپلواكه٬ د عمل جوګه او په جغرافيائي توګه متصل فلسطيني رياست جوړول له د هغوي د ناقابلِ تنسيخ حق پخلے كوٶ چې پايه تخت ېې القدس الشريف وي۔ ده ووئېل منصفانه، جامع او تل پاتې حل يوازې په ھغه صورت ممكن دے كله چې د نړيوال قانون احترام اوشي او د ملګرو ملتونو د د اړوند قراردادونو، نړيوال قانوني جواز او د عرب امن اقدام په رنا كښې د فلسطينيانو جائز هيلې ترسره كړې شي۔









