نائب وزيراعظم سينيټر محمد اسحاق ډر عمان كښې د يروشلم په اړه وزارتي غونډه كښې ګډون

  اسلام آباد 05 اګست (اے پي پي)نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار عمان كښې د يروشلم په اړه وزارتي غونډه كښې ګډون وكړو ۔د شورو په ورځ د خارجه وزارت لخوا جاري شوي بيان له مخې خپل خطاب كښې نائب وزيراعظم و خارجه وزير مقبوضه فلسطين سيمو كښې په خاص توګه مقبوضه ختيز يروشلم او د لوېديزې پولې خراب صورتحال په اړه د تشويش څرګندونه وكړه۔ده …

 

اسلام آباد 05 اګست (اے پي پي)نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار عمان كښې د يروشلم په اړه وزارتي غونډه كښې ګډون وكړو ۔د شورو په ورځ د خارجه وزارت لخوا جاري شوي بيان له مخې خپل خطاب كښې نائب وزيراعظم و خارجه وزير مقبوضه فلسطين سيمو كښې په خاص توګه مقبوضه ختيز يروشلم او د لوېديزې پولې خراب صورتحال په اړه د تشويش څرګندونه وكړه۔ده د مسجد اقصٰی/الحرم الشريف كښې د پرله پسې خلاف ورزو٬اسرائيل لخوا د غېر قانوني كليو د پراختيا٬ د آباد كارو د تشدد او د مقدس ځايونو تاريخي او قانوني حېثيت بدلولو د ټولو هڅو سخته غندنه وكړه ۔ده يروشلم كښې په اسلامي او مسيحي مقدس ځايونو هاشمي سرپرستۍ لپاره د پاكستان د غېر متزلزل ملاتړ پخلے وكړو او په دې خبره يې زور راوړو چې په مقبوضه ختيز يروشلم د اسرائيل كومه خود مختاري نشته ۔نائب وزيراعظم و خارجه وزير د نړيوال قانون په پاسدارۍ ٬ د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل په اړوند قراردادونو د احترام٬غزه كښې د جنګ بندي په ځاے ساتلو ٬د غزه شخړې خاتمې  او په جامع منصوبه بشپړه عملدرآمد او د فلسطيني اولس تحفظ لپاره د عرب او اسلامي هېوادونو كوټلې سفارتي هڅې لا تندولو په ضرورت زور راوړو ۔