اسلام آباد۔5 اګست(اے پي پي) وزیراعظم شهباز شریف د ’’ډسکوز‘‘نجکارۍ كښې د نړيوال معيار سرمايه كارو ګدون باوري كولو له د مؤثرې او بشپړې تګلارې اختيارولو هدايت سره وئيلي دي د ډسكوز د نجكارۍ ټول پراؤنه دې په ټاكلي وخت كښې ترسره كړې شي۔ د وزیراعظم په مشرۍ كښې د بجلۍ تقسیم کوونكو کمپنیو نجكارۍ او پرائیوېټائزېشن کمېشن اصلاحاتي تنظیم نو جاج اغستو غونډه دلته د شورو په ورځ …
د ډسكوز نجكارۍ ټول پراؤنه بايد په ټاكلي وخت كښې ترسره كړے شي: د وزيراعظم د جاج اغستوغونډه كښې امر

مزید خبریں
اسلام آباد۔5 اګست(اے پي پي) وزیراعظم شهباز شریف د ’’ډسکوز‘‘نجکارۍ كښې د نړيوال معيار سرمايه كارو ګدون باوري كولو له د مؤثرې او بشپړې تګلارې اختيارولو هدايت سره وئيلي دي د ډسكوز د نجكارۍ ټول پراؤنه دې په ټاكلي وخت كښې ترسره كړې شي۔ د وزیراعظم په مشرۍ كښې د بجلۍ تقسیم کوونكو کمپنیو نجكارۍ او پرائیوېټائزېشن کمېشن اصلاحاتي تنظیم نو جاج اغستو غونډه دلته د شورو په ورځ وشوه۔ په غونډه كښې د توان وفاقي وزير سردار اوېس احمد خان لغاری، د اقتصادي چارو وفاقی وزیر احد خان چیمه، د آئي ټي وفاقي وزيرې شزا فاطمه خواجه، د وزیراعظم د نجكارۍ سلاكار اېم علی او د اړوندو سركاري ادارو عهدېدارو ګډون وكړو۔ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې غونډې ته خطاب كښې وزيراعظم هدايت وكړو چې د ’’ډسکوز‘‘نجکارۍ كښې د نړيوال معيار سرمايه كارو شموليت باوري كولو له دې مؤثره او بشپړه تګلاره وضعه كړې شي٬ په نجکاری کمېشن د روان ادارہ جاتی اصلاحات او تنظیم نو كار دې په يوه مياشت كښې بشپړ كړے شي۔ وزیراعظم د نجكارۍ په عمل كښې د سرمايه كارو شموليت لپاره د هېواد دننه او بهر په شوو كامياب روډ شوز د اطمينان څرګندونې كولو سره ووئيل د ډسکوز نجکارۍ ټول پړاؤنه دې په ټاكلې موده كښې د غوره تګلارې او د وضعه كړې شوو قاعدو له مخې بشپړ كړې شي۔ وزیراعظم ته بريفنګ كښې ووئيل شول د نجکارۍ په اولني پړاؤ كښې شامل د بجلۍ تقسیم کوونكو کمپنیو آئیسکو، فیسکو او ګېپکو كښې سرمايه كاري كوونكو لپاره د هېواد دننه او بهر هېوادونو كښې روډ شوز تر سره كړې شوي۔ ترکیه، سعودی عرب او چین كښې د دې د ډاډ وړ نتيجې رامخې ته شوي دي










