د كشمير د شهيدانو قربانۍ د آزادۍ د تحريك سرمايه ده، د دوي هڅې به خامخا كاميابېږي۔ سينيټر روبينه خالد

  اسلام آباد 05 اګست (اے پي پي) د بينظير انکم سپورټ پروګرام چيئرپرسن سينيټر روبينه خالد وئيلي دي  5م اګست 2019 د سوئيلي آسياء د تاريخ توره ورځ ده٬ د هند لخوا آرټيکل 370 او آرټيکل 35-اے منسوخ كول د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو او د نړيوال قانون په جار خلاف ورزي ده، د كشمير د شهيدانو قربانۍ د آزادۍ د تحريك سرمايه ده، د دوي …

 

اسلام آباد 05 اګست (اے پي پي) د بينظير انکم سپورټ پروګرام چيئرپرسن سينيټر روبينه خالد وئيلي دي  5م اګست 2019 د سوئيلي آسياء د تاريخ توره ورځ ده٬ د هند لخوا آرټيکل 370 او آرټيکل 35-اے منسوخ كول د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو او د نړيوال قانون په جار خلاف ورزي ده، د كشمير د شهيدانو قربانۍ د آزادۍ د تحريك سرمايه ده، د دوي هڅې به خامخا كاميابېږي۔ د شورو په ورځ خپل پېغام كښې سينيټر روبينه خالد ووئيل  د مقبوضه جمو و کشمير متنازعه حيثيت په يو اړخيزه توګه نشي بدلېدے۔ سينيټر روبينه خالد ووئيل  د پاکستاني اولس زړونه د كشمير خپلو وروڼو سره درزېږي او د دوي د منصفانه هلو ځلو بشپړه ملاتړ كوٶ، نړۍ لپاره پكار دي چې په مقبوضه کشمير كښې د مواصلاتي بنديزونو، سياسي جبر او د بشري حقونو د خلاف ورزو خاتمې لپاره موثر كردار ولوبوي۔ دې ووئيل  د تل پاتې امن يوازنۍ لاره د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې د كشمېر مسئلې په تل پاتي او منصفانه حل كښې ده۔ دې د دې عزم پخلے وكړو چې پاکستان به د کشميريانو سياسي، اخلاقي او سفارتي مرسته روانه ساتي

مزید خبریں