اسلام آباد 05 اګست (اے پي پي) د روغتيا وفاقي وزير مصطفيٰ کمال د يومِ استحصالِ کشمير په موقع خپل پېغام كښې ووئيلي دي په مقبوضه جمو و کشمير كښې د بنيادي بشري حقونو پرله پسې خلاف ورزۍ د اندېښنې وړ دي٬ کشمير هر غم د پاکستان غم دے٬ ټول قام د كشمير وروڼو خوېندو سره ولاړ دے۔ وفاقي وزير ووئيل 5م اګست 2019 د هند يو اړخيزه اقدامات …
د کشمير هر غم د پاکستان غم دے٬ ټول قام د كشمير وروڼو خوېندو سره ولاړ دے۔ وفاقي وزير مصطفيٰ کمال

مزید خبریں
اسلام آباد 05 اګست (اے پي پي) د روغتيا وفاقي وزير مصطفيٰ کمال د يومِ استحصالِ کشمير په موقع خپل پېغام كښې ووئيلي دي په مقبوضه جمو و کشمير كښې د بنيادي بشري حقونو پرله پسې خلاف ورزۍ د اندېښنې وړ دي٬ کشمير هر غم د پاکستان غم دے٬ ټول قام د كشمير وروڼو خوېندو سره ولاړ دے۔ وفاقي وزير ووئيل 5م اګست 2019 د هند يو اړخيزه اقدامات د لارې د ملګرو ملتونو قراردادونو او د نړيوال قوانين سنګينه خلاف ورزي ده د كومې په سبب چې د مقبوضه کشمير خاص آئيني حيثيت ختم كړے شوے۔ وفاقي وزير د دې عزم پخلے وكړو چې پاکستان به د کشميريانو سياسي، اخلاقي او سفارتي مرسته روانه ساتي او د كشمير مسئلې د ملګرو ملتونو قراردادونو له مخې تر منصفانه حل به خپلې هڅې او مرسته روانه ساتي۔










