اسلام آباد 05 اګست (اے پي پي) اقتصادي چارو لپاره وفاقي وزير احد چيمه د جاپان انټرنيشنل کوآپريشن ايجنسۍ (جائيکا) ته په مين لائن ون (ML-1) ريلوے منصوبه كښې په شريک مالي معاونت د غور كولو بلنې وركولو سره ووئيل اسيائي پرمختيائي بېنك او نور پرمختيائي شراكتدار د دې مهمې منصوبې ملاتړ كوي۔ ده دا خبره د جائيکا صدر ډاکټر تاناکا آکي هيکو په مشرۍ كښې د لوړې كچې …
د اقتصادي چارو وفاقي وزير جائيکا ته په مېن لائن ون منصوبه كښې په شريک مالي معاونت د غور بلنه وركړه

مزید خبریں
اسلام آباد 05 اګست (اے پي پي) اقتصادي چارو لپاره وفاقي وزير احد چيمه د جاپان انټرنيشنل کوآپريشن ايجنسۍ (جائيکا) ته په مين لائن ون (ML-1) ريلوے منصوبه كښې په شريک مالي معاونت د غور كولو بلنې وركولو سره ووئيل اسيائي پرمختيائي بېنك او نور پرمختيائي شراكتدار د دې مهمې منصوبې ملاتړ كوي۔ ده دا خبره د جائيکا صدر ډاکټر تاناکا آکي هيکو په مشرۍ كښې د لوړې كچې پلاوي سره د ملاقات په مهال خپلو خبرو كښې وكړه ۔ د ملاقات په مهال د پاکستان او جاپان ترمېنځه پرمختيائي مرستې ته لا ودې وركولو او د پاکستان په ترجيحي څانګو كښې د جائيکا مرستې پراخه كولو لپاره په بېلو اړخونو تفصيلي خبرې وشوې۔ په دې موقع د اړوند چارو پشمول د شريكې خوښې په بېلو چارو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔










