نائب وزيراعظم اسحاق ډار په عمان كښې د صوماليه نړيوالې مرستې لپاره خارجه وزير سره وليدل، په ګڼ اړخيزه فورمز د مرستې روانې ساتلو لپاره د عزم پخلے

  عمان 05 اګست (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د اردن په پايه تخت عمان كښې د مقبوضه بيت المقدس په اړه د وزارتي غونډې په موقع د صوماليه نړيوالې مرستې لپاره خارجه وزير عبدالسلام عبدي علي سره وليدل۔ د شورو په ورځ د خارجه دفتر له مخئ د ملاقات په مهال دواړو مشرانو د پاکستان او صوماليه ترمېنځه د اوږدې مودې د …

 

عمان 05 اګست (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د اردن په پايه تخت عمان كښې د مقبوضه بيت المقدس په اړه د وزارتي غونډې په موقع د صوماليه نړيوالې مرستې لپاره خارجه وزير عبدالسلام عبدي علي سره وليدل۔ د شورو په ورځ د خارجه دفتر له مخئ د ملاقات په مهال دواړو مشرانو د پاکستان او صوماليه ترمېنځه د اوږدې مودې د ورورولۍ اړيكو جاج واغست او د سياسي، اقتصادي، دفاعي، تعليمي او د كار استعداد كښې د زياتوالي په څانګو كښې مرستې ته لا وده وركولو لپاره په امکانات د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ دواړو مشرانو په ګڼ اړخيزه فورمز نزدې رابطه او د شريكې مرستې روانې ساتلو لپاره د عزم هم پخلے وكړو۔ په دې موقع دواړو مشرانو سيمه ايز صورتحال په خاص توګه د مېنځني ختيز په تازه وضعه او په ختيز بيت المقدس كښې په خرابېدونكي صورتحال هم د خيالاتو څرګندونه وكړه۔

مزید خبریں