اسلام آباد۔5 اګست(اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق وئيلي دي په 5 اګست 2019 هند د خپل آئين څخه د آرټیکل 370 او 35- اے په غېر قانوني منسوخ كولو د مقبوضه جمو وكشمير خصوصي حېثيت په ختمولو د كشميري اولس بنيادي حقونه او شناخت له منځه وړے دے ۔ دا خبره ده د كشمير استحصال ورځې په موقع جاري كړي خپل پېغام كښې وكړه۔ …
هند په 5 اګست 2019ﺀ د خپل آئين آرټيكل 350 او 35 منسوخ كولو سره د جمو وكشمير خصوصي آئيني حېثيت په غېر قانوني توګه ختم كړے: سردار اياز صادق
اسلام آباد۔5 اګست(اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق وئيلي دي په 5 اګست 2019 هند د خپل آئين څخه د آرټیکل 370 او 35- اے په غېر قانوني منسوخ كولو د مقبوضه جمو وكشمير خصوصي حېثيت په ختمولو د كشميري اولس بنيادي حقونه او شناخت له منځه وړے دے ۔ دا خبره ده د كشمير استحصال ورځې په موقع جاري كړي خپل پېغام كښې وكړه۔ ده د كشيري اولس د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو له د پاكستان د كوټلي عزم پخلي سره ووئيل مونږ به په هر سيمه ايز او نړيوال پلېټ فارم د مقبوضه كشمير د اولس عادلانه ستړو ملاتړ او د دوي د خپلواكۍ حق له خپل غږ پورته كوو۔ سردار ایاز صادق ووئيل كشميريانو د خپلواكۍ حق ٬ آزادۍ او د شناخت تحفظ له ځانګړې قربانۍ وركړې دي كومو ته چې پاكستانے اولس د قدر او احترام په سترګه ګوري۔ د ه ووئيل پاكستان به د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو پورې د كشميري اولس غېر متزلزل ملاتړ روان ساتي۔ په دې موقع دوهم سپيكر سید غلام مصطفیٰ شاہ ووئيل د جمو وكشمير شخړه نن هم د ملګرو ملتونو په ايجنډه پرته پخوانۍ او حل طلب مسئله ده۔ ده ووئيل د آرټیکل 370 او 35 اے د هند آئين څخه په غېر قانوني توګه منسوخي فاشسټ او د غندنے وړ اقدام دے۔ ده ووئيل كشميري اولس د تېرو اوو لسيزو راهېسې خپلو بنيادي حقونو او په خاص توګه د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو له بلها قربانۍ وركړې په كومو چې پاكستانے اولس دوي ته سلام كوي۔ ده ووئيل د پاكستان پارليمان كشميري اولس سره د خپل غېر متزلزل يووالي پخلے كوي او د خپلواكۍ حق ترلاسه كېدو پورې به د دوي ملاتړ روان ساتي۔










