د خزانې وفاقي وزير سره د امريكې تجارتي استازي ملاقات ٬ تجارتي او اقتصادي مرستې ته په ودې وركولو اتفاق

    اسلام آباد۔5 اګست(اے پی پی) د خزانې او محصولات وفاقی وزیر سنېټر اورنګزېب سره د امريكې تجارتي استازي (یو اېس ټرېډ )سفیر جېمېسن ګریئر ورچوئل ملاقات وكړو په كوم كښې چې د پاکستان او امریکې ترمينځه تجارتي او اقتصادي مرستې لا پياوړې كولو له په روانو خبرو كښې د شوي پېشرفت جاج واغستلے شو۔ دواړو اړخونو په دې خبره د اطمينان څرګندونه وكړه چې مجوزہ دوه اړخيزه  تجارتی …

 

 

اسلام آباد۔5 اګست(اے پی پی) د خزانې او محصولات وفاقی وزیر سنېټر اورنګزېب سره د امريكې تجارتي استازي (یو اېس ټرېډ )سفیر جېمېسن ګریئر ورچوئل ملاقات وكړو په كوم كښې چې د پاکستان او امریکې ترمينځه تجارتي او اقتصادي مرستې لا پياوړې كولو له په روانو خبرو كښې د شوي پېشرفت جاج واغستلے شو۔ دواړو اړخونو په دې خبره د اطمينان څرګندونه وكړه چې مجوزہ دوه اړخيزه  تجارتی فرېم ورک سره د اړه لرونكو خبرو كښې ښكاره پېشرفت شوے دے۔ ملاقات كښې د دې عزم پخلے وكړے شو چې لوظنامې ته به زر تر زره حتمي شكل وركړے شي۔ د خزانې وزير د پاكستان اقتصادي ترجيحات په تناظر كښې د خبرو د سرعت روانه ساتلو په اهميت زور راوړو۔ ده ووئيل امریکې سره په تجارت او سرمايه كارۍ اډانه پياوړې همكاري به د پاكستان په برآمدات مشتمله تګلاره لا قوي كړي او د دواړو هېوادونو كاروباري ادارو له به نوې تجارتي او د سرمايه كارۍ موقعې رامخې ته كړي۔ سفیر جېمېسن ګریئر په خبرو اترو عمل كښې د پاكستان پرله پسې او مثبت ګډون ستائېلو سره  د خواري كښو حقونو او رېګولېټری اصلاحات، په خاص توګه د جبري مشقت مخنيوي په اړوند اقدامات كښې د شوي پېشرفت ستائنه وكړه۔ ده د دې عزم څرګندونه وكړه چې امريكا د دوه اړخيزه تجارتي خبرو مثبت پېشرفت په ځائے ساتلو عزم لري او دا باور يې ښكاره كړو چې پاتې چارې به هم په تكنيكي كچه د پرله پسې رابطو د لارې ترسره كړې شي۔ په ملاقات كښې د تجارت وفاقي سېكرټري جاوېد پال او د امريكې د تجارتي استازي (یو اېس ټی آر) دفتر اعلی چارواكو هم ګډون وكړو

مزید خبریں