عمان 05 اګست (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار په عمان كښې د مقبوضه بيت المقدس په اړه د وزارتي غونډې په موقع د اردن نائب وزيراعظم و خارجه وزير ايمن الصفادي سره وليدل۔ د شورو په ورځ د خارجه دفتر له مخې د ملاقات په مهال دواړو مشرانو د پاكستان او اردن ترمېنځه په دوه اړخيزه اړيكو كښې د زيات شوي پېشرفت …
نائب وزيراعظم اسحاق ډار په عمان كښې د اردن نائب وزيراعظم ايمن الصفادي سره وليدل٬ د دوه اړخيزه اړيكو د پيشرفت هركلے

مزید خبریں
عمان 05 اګست (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار په عمان كښې د مقبوضه بيت المقدس په اړه د وزارتي غونډې په موقع د اردن نائب وزيراعظم و خارجه وزير ايمن الصفادي سره وليدل۔ د شورو په ورځ د خارجه دفتر له مخې د ملاقات په مهال دواړو مشرانو د پاكستان او اردن ترمېنځه په دوه اړخيزه اړيكو كښې د زيات شوي پېشرفت هركلي كولو سره سياسي، دفاعي، اقتصادي، تعليمي، كلتوري او د اولسي روابط پشمول په بېلو څانګو كښې مرستې ته د لا پراختيا وركولو د عزم پخلے وكړو۔ دواړو مشرانو د منطقې په تازه صورتحال، په خاص توګه د مقبوضه لويديزي غاړې په خرابېدونكې صورتحال د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ نائب وزيراعظم سينيټر محمد اسحاق ډار په مقبوضه بيت المقدس كښې د اسلامي او مسيحي مقدس ځايونو تحفظ لپاره د اردن د ثابت قدمه کردار او د فلسطينيانو د مسلسل ملاتړ ستائنه وكړه۔ په ملاقات كښې د ايران او امريكې په اړه د اوسني صورتحال پشمول د منطقې په مجموعي وضعه هم خطرې وشوې٬ دواړو مشرانو په تاٶ تريخوالي كښې كمي لپاره خبرو اترو او د سفارت کارۍ په اهميت زور راوړو۔ دوي د ملګرو ملتونو او اسلامي مرستې تنظيم (او آئي سي) پشمول په دوه اړخيزه او ګڼ اړخيز فورمز نزدې مرسته روانه ساتلو سره په منطقه كښې امن او استحکام ته ودې وركولو لپاره د مشتركه هلو ځلو جاري ساتلو د عزم څرګندونه وكړه








