اسلام آباد 05 اګست (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د "ډسکوز" په نجكارۍ كښې د نړيوال معيار سرمايه کارو ګدون باوري كولو لپاره موثره او د جامع تګلارې خپلولو امر سره وئيلي دي د نجکارۍ په اړه ټول پړاٶنه دې په ټاكلي وخت كښې د قواعد او غوره تګلارې له مخې په ګټور ډول ترسره كړې شي۔ د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې د بجلۍ …
د نجکارۍ په اړه ټول پړاٶنه دې په ټاكلي وخت كښې ترسره كړے شي۔ وزيراعظم شهباز شريف د جاج غونډې ته وېنا

مزید خبریں
اسلام آباد 05 اګست (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د “ډسکوز” په نجكارۍ كښې د نړيوال معيار سرمايه کارو ګدون باوري كولو لپاره موثره او د جامع تګلارې خپلولو امر سره وئيلي دي د نجکارۍ په اړه ټول پړاٶنه دې په ټاكلي وخت كښې د قواعد او غوره تګلارې له مخې په ګټور ډول ترسره كړې شي۔ د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې د بجلۍ د ترسيل كوونكو کمپنيو نجکارۍ او پرائيويټائزيشن کميشن اصلاحاتي تنظيم نو د جاج اسغتو غونډه د شورو په ورځ وشوه ۔ په غونډه كښې وفاقي وزيرانو سردار اويس احمد خان لغاري، احد خان چيمه، شزا فاطمه خواجه، د وزيراعظم نجكارۍ لپاره سلاحكار محمد علي او د اړوند سركاري ادارو چارواكو ګډون وكړو ۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې غونډې ته خپلې وېنا كښې وزيراعظم امر كرو چې د بجلي د ترسيل كوونكو کمپنو (ډسکوز ) په نجکارۍ كښې دې د نړيوال معيار سرمايه كارو شموليت باوري كولو لپاره موثره او جامع حکمت عملي اختيار كړې شي٬ د نجکاري په کميشن كښې د جاري اداره جاتي اصلاحات او تنظيم نو كار دې په يو مياشت كښې بشپړ كړے شي٬ وزيراعظم د نجکارۍ په عمل كښې د سرمايه کارو شموليت لپاره په كورنۍ او بهرنۍ كچه په شوو ښه روډ شوز د اطمينان څرګندونې سره ووئيل د “ډسکوز” د نجکارۍ په اړه ټول پړاٶنه دې په ټاكلي وخت كښې د مقرر قواعد او ښې تګلارې له مخې په ګټور ډول ترسره كړې شي۔ وزيراعظم د نجکارۍ کميشن په افرادي قوت كښې د نړيوالو معيار مالياتي، قانوني او د انفارميشن ټيکنالوجۍ پوهانو شاملولو امر سره ووئيل د نړيوال معيار افرادي قوت او پوهان به د نجکاري کميشن د كار استعداد او په ادارو كښې سرمايه کاري زياتولو لپاره موثر اقدامات باوري كړې شي۔ ده د نجکاري په پړاٶنو كښې د ښه پیشه وره استعداد وړ کنسلټنټ تجويزونه او د نجکاري په پړاؤ كښې سهولت لپاره اړين ټول قانوني انتظامات او مالياتي ريګوليشن فريم ورك په وخت د تر سره كولو امر هم وكړو۔وزيراعظم ووئيل د نجكارۍ په عمل كښې دې د صارفينو مفادات ته پام لرنه وكړې شي، دغسې په نجکارۍ كښې په شاملو ادارو كښې دې په سباون كښې د صارفينو د ګيلو لرې كولو لپاره جامع او موثره انتظامي ډھانچه باوري كړې شي۔ وزيراعظم ته د بريفنګ په مهال ووئيل شول د نجكارۍ په وړومبي پړاٶ كښې د شاملو ترسيلي کمپنو آئيسکو، فيسکو او په ګيپکو كښې د سرمايه كارو خوښې لپاره په كورنۍ او بهرنۍ كچه روډ شوز مكمل شوي دي، ترکيه، سعودي عرب او په چين كښې روډ شوز او سرمايه کارو سره د نجكارۍ په تناظر كښې د روابطو د ډاډ وړ نتيجې رامخې ته كېږي۔ په غونډه كښې د نجکاري کميشن لخوا د ترسيلي کمپنيو د وړومبي پړاٶ ترسره كېدو لپاره تر اوسه په شوو اقداماتو بريفنګ وركړے شو٬ د دې نه علاوه د نجکارۍ کميشن د اداره جاتي تنظيم نو په تناظر كښې د ښه افرادي قوت د شموليت په پيشرفت هم بريفنګ وركړو








