اسلام آباد۔5 اګست(اے پی پی) د هند او افغان طالبانو جوړه جاړه په رامخې ته كېدو د هند خارجه وزارت استازے حېران پاتے شو او د پاك پوځ وياند د اړخه د افغان طالبان انډيا يوې ډي اېن اے په بيان لاجواب شو۔ تفصيلات له مخې د هند خارجه وزارت استازي د ډي جي آئي اېس پي آر د بيان په اړه د يو خبريال پوښتنه فرسټرېشن ګرځولو سره …
د هند د بهرنیو چارو وزارت استازے د هند او افغان طالبانو د اړیکو په رامخې ته كېدو حېران پاتے شو

مزید خبریں
اسلام آباد۔5 اګست(اے پی پی) د هند او افغان طالبانو جوړه جاړه په رامخې ته كېدو د هند خارجه وزارت استازے حېران پاتے شو او د پاك پوځ وياند د اړخه د افغان طالبان انډيا يوې ډي اېن اے په بيان لاجواب شو۔ تفصيلات له مخې د هند خارجه وزارت استازي د ډي جي آئي اېس پي آر د بيان په اړه د يو خبريال پوښتنه فرسټرېشن ګرځولو سره دغې څخه د سرغړونې هڅه وكړه۔ د افغان طالبانو وزیر د انډيا دورې په مهال ادعا كړې وه چې د افعان طالبان او انډيا ډي اېن اے يوه ده۔ په خپل خبري كنفرنس كښې ډي جي آئي اېس پي آر دا خبره ښكاره كړې وه چې مونږ ته معلومه ده چې افغان طالبان او انډيا ترهګرۍ ته د ودې وركولو په معامله يو دي۔ ډي جي آئي اېس پي آر لېفټېننټ جنرل احمد شریف چوهدري د دواړو هېوادونو اړيكې افشا كولو سره وئيلي وو چې د هند او افغان طالب رجيم ډي اېن اے يوه ده۔ كه هند مسلمانان وژني نو د ترهګرو مشر افغان طالبان رجيم اسلام ختمول غواړي۔ په هند كښی د بی جے پی او آر اېس اېس افغان طالبان رجیم سره تعلق د آقا او غلام دے۔ ده ووئيل د هندوتوا نظریې لاندې په هند كښی آر اېس اېس د مسلمانانو عبادتخانې او كشميري مسلمانان په نخښه كوي ٬ افغان طالبان رجیم د هندي مشرانو په اشاره د اسلام مسخ شوې څېره نړۍ ته ښائي۔ د پوهانو له مخې د هند هدف په منطقه كښې د ترهګرۍ د لارې خپل ناوړه مقاصد ترسره كول دي۔ افغان طالبان هم د ترهګرو بشپړه مرسته كوي۔ د هند خارجه وزارت د افغان رجيم په حق كښې بيان د دواړو هېوادونو د ترهګرۍ د سرپرستۍ كولو په اړه د پاكستان د دريځ تائيد دے۔









