اسلام آباد۔5 اګست(اے پی پی) د قانون او انصاف وفاقي وزير سېنېټر اعظم نذیر تارړ وئيلي دي د 5 اګست 2019 يو اړخيزه اقدامات نه يوازې د منطقې وضعه يو نوي پړاؤ ته داخله كړې بلكې د جمو وكشمير د اولس بنيادي حقونه ٬ شناخت او سباؤن سره اړوند مهم قانوني او بشري اړخونه يۍ هم په ډاګه كړي دي٬ د پاكستان حكومت او ټول قام لخوا د جمو …
پاكستان به د كشميري اولس بنيادي حقونو تحفظ له په هر مناسب نړيوال فورم خپل كردار ترسره كوي: د قانون وفاقي وزير

مزید خبریں
اسلام آباد۔5 اګست(اے پی پی) د قانون او انصاف وفاقي وزير سېنېټر اعظم نذیر تارړ وئيلي دي د 5 اګست 2019 يو اړخيزه اقدامات نه يوازې د منطقې وضعه يو نوي پړاؤ ته داخله كړې بلكې د جمو وكشمير د اولس بنيادي حقونه ٬ شناخت او سباؤن سره اړوند مهم قانوني او بشري اړخونه يۍ هم په ډاګه كړي دي٬ د پاكستان حكومت او ټول قام لخوا د جمو وكشمير اولس سره د بشپړه يووالي څرګندونه كوم۔ د استحصال ورځې 5 اګست په موقع خپل پېغام كښې وفاقي وزير سېنېټر اعظم نذير تارړ ووئيل دا ورځ مونږ ته رايادوي چې د جمو وكشمير اولس څو لسيزو څخه د ستونزو ٬ غېر ېقيني صورتحال او خپلو بنيادي حقونو سنګينو چېلنجونو سره مخ پاتې شوے ۔ ده ووئيل د دوي امن ٬ انصاف او د خپلو حقونو ترلاسه كولو خوښي د نړيوالې ورورورلۍ د جدي پام تقاضا لري۔ ده ووئيل پاكستان په خپل اصولي دريځ ټينګ ولاړ دے د جمو وكشمير مسئلې عادلانه او تلپاتي حل د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل اړوندو قراردادونو او د كشميري اولس د هيلو له مخې ممكن دے۔ پاكستان به د كشميري اولس اخلاقي ٬ سياسي او سفارتي ملاتړ روان ساتي او د دوي بنيادي حقونو له به په هر مناسب فورم خپل كردار ترسره كوي۔ ده ووئيل راځۍ چې مونږ انصاف ٬ امن او د قانون سرلوړۍ له د خپل عزم پخلے او دا دعا وكړو چې هغه ورځ دې پروردګار زر تر زره راولي كله چې كشميرے اولس امن ٬ آزادۍ او په وقار سره خپل ژوند پېل كړے شي۔








