پاکستان د جمو و کشمير حيثيت، د آبادۍ تناسب يا سياسي شناخت په يو اړخيزه توګه د بدلولو هره هڅه مسترد كوي۔ رانا ثناء الله

  اسلام آباد 05 اګست (اے پي پي) د يوم استحصال کشمير په موقع د وزيراعظم سلاحكار سينيټر رانا ثناء الله خپل پېغام كښې وئيلي دي   5 اګست مونږ ته د هند د غېر قانوني تسلط لاندې  د جمو و كشمير په اولس كېدونكې ظلمونه رايادوي٬ په 5م اګست كال 2019 هند پخپل تسلط كښې د جمو و كشمير خاص حيثيت منسوخ كړے ٶ٬ سينيټر رانا ثناء الله ووئيل د …

 

اسلام آباد 05 اګست (اے پي پي) د يوم استحصال کشمير په موقع د وزيراعظم سلاحكار سينيټر رانا ثناء الله خپل پېغام كښې وئيلي دي   5 اګست مونږ ته د هند د غېر قانوني تسلط لاندې  د جمو و كشمير په اولس كېدونكې ظلمونه رايادوي٬ په 5م اګست كال 2019 هند پخپل تسلط كښې د جمو و كشمير خاص حيثيت منسوخ كړے ٶ٬ سينيټر رانا ثناء الله ووئيل د هند دا غاصبانه عمل د کشميريانو د خپلواكۍ په حق نېغ په نېغه بريد ٶ٬ پاکستان د جمو و کشمير حيثيت، د آبادۍ تناسب يا سياسي شناخت په يو اړخيزه توګه د بدلولو هره هڅه مسترد كوي۔ رانا ثناء الله ووئيل د اګست كال 2019 نه وروستو هند په جمو و كشمير كښې د بشري حقونو صورتحال نور هم ناوړه شوے دے٬ ماورائے عدالت قتل، جبري بې دركي٬ پوځي كارروائۍ او د اوږدو حراستونو په جمو و كشمير كښې ځائي آبادۍ كښې عدم تحفظ پيدا كړے دے۔ ده ووئيل  په دې غمژنه ورځ زه د كشمير خپلو وروڼو خوېندو سره د بشپړه يووالي څرګندونه كوم٬ کشمير پاکستان دے او پاکستان کشمير دے،د جمو کشمير د آزادي تحريك٬ د پاكستان د تكميل تحريك دے۔ ده ووئيل  ملګري ملتونه بايد په جمو و كشمير كښې د بشري خقونو ب د خلاف وزو نوټس واخلي٬ نړيواله وروولي دې د اوږدې مودې دا شخړه د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادو له مخې هواره كړي۔ده ووئېل  د كشمير مسئله يوازې د كشميريانو مسئله نه ده بلكې دا د انسانيت او نړيوال انصاف مسئله ده

مزید خبریں