پېنډۍ 05 اګست (اے پي پي) اطلاعات او خپرونو لپاره وفاقي پارلماني سيکرټري بيرسټر دانيال چوهدري وئيلي دي د هند د 5 اګست كال 2019 د غېر قانوني تسلط لاندې د جمو و کشمير متنازعه آئيني حيثيت بدلولو په بابله يو اړخيزه او غېر قانوني اقدام ناكامه شوے دے كوم چې کشميري اولس بېخي مسترد كړے دے٬ پاکستان کشميريانو سره لكه د غر ولاړ دے او د خپلواكۍ حق …
کشميريانو د 5م اګست كال 2019 د هند اقدام بېخي مسترد كړے۔ بيرسټر دانيال چوهدري

مزید خبریں
پېنډۍ 05 اګست (اے پي پي) اطلاعات او خپرونو لپاره وفاقي پارلماني سيکرټري بيرسټر دانيال چوهدري وئيلي دي د هند د 5 اګست كال 2019 د غېر قانوني تسلط لاندې د جمو و کشمير متنازعه آئيني حيثيت بدلولو په بابله يو اړخيزه او غېر قانوني اقدام ناكامه شوے دے كوم چې کشميري اولس بېخي مسترد كړے دے٬ پاکستان کشميريانو سره لكه د غر ولاړ دے او د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو لپاره به په هره كچه اخلاقي، سياسي او سفارتي مرسته روانه ساتي۔ ده د دې خيالاتو څرګندونه د شورو په ورځ د يوم استحصال کشمير په لړ كښې د پېنډۍ په وقار النساء کالج كښې دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ په دستوره كښې د نيشنل ووکيشنل اينډ ټيکنيکل ټريننګ کميشن (نيوټيک) چيئرمين انجينئر قمرالاسلام راجه، اېم اېن اے آسيه ناز تنولي، د پېنډۍ ډپټي کمشنر نديم ناصر، صوبائي غړې شازيه رضوان، د وقارالنسا کالج پرنسپل پروفيسر زاهده پروين، استاذانو٬ زده كوٶنكو او د ژوند بېلو څانګو سره تعلق لرونكو كسانو ګډون كولو۔









