اسلام آباد۔5 اګست(اے پی پی) د خزانې او محصولات وفاقی وزیر اورنګزېب سره د امريكا تجارتي استازي (یو اېس ټرېډ )سفیر جېمېسن ګریئر ورچوئل ملاقات وكړو په كوم كښې چې د پاکستان او امریکا ترمينځه تجارتي او اقتصادي مرسته لا پياوړې كولو له روانو مذاكراتو كښې د شوي پېشرفت جاج واغستے شو۔ دواړو اړخونو په دې خبره د اطمينان څرګندونه وكړه چې مجوزہ دوه اړخيزه تجارتی فرېم ورک سره …
د خزانې وفاقي وزير سره د امريكې تجارتي استازي ملاقات ٬ تجارتي او اقتصادي مرستې ته په وده وركولو اتفاق

مزید خبریں
اسلام آباد۔5 اګست(اے پی پی) د خزانې او محصولات وفاقی وزیر اورنګزېب سره د امريكا تجارتي استازي (یو اېس ټرېډ )سفیر جېمېسن ګریئر ورچوئل ملاقات وكړو په كوم كښې چې د پاکستان او امریکا ترمينځه تجارتي او اقتصادي مرسته لا پياوړې كولو له روانو مذاكراتو كښې د شوي پېشرفت جاج واغستے شو۔ دواړو اړخونو په دې خبره د اطمينان څرګندونه وكړه چې مجوزہ دوه اړخيزه تجارتی فرېم ورک سره اړوندو مذاكراتو كښې ښكاره پېشرفت شوے دے۔ ملاقات كښې ددې عزم پخلے وكړے شو چې لوظنامې ته به زر تر زره حتمي شكل وركړے شي۔ د خزانې وزير د پاكستان اقتصادي ترجيحاتو په تناظر كښې د مذاكراتو د سرعت روان ساتلو په اهميت زور راوړو۔ ده ووئيل امریکا سره په تجارت او سرمايه كارۍ اډانه پياوړې همكاري به د پاكستان په برآمداتو مشتمله تګلاره لا قوي كړي او د دواړو هېوادونو كاروباري ادارو له به نوې تجارتي او د سرمايه كارۍ موقعې رامخې ته كړي۔ سفیر جېمېسن ګریئر په مذاكرتي عمل كښې د پاكستان پرله پسې او مثبت شموليت ستائلو سره د خواري كښو حقونو او رېګولېټری اصلاحات، په خاص توګه د جبري مشقت مخنيوي سره اړوندو اقداماتو كښې د شوي پېشرفت ستائنه وكړه۔ ده ددې عزم څرګندونه وكړه چې امريكا د دوه اړخيزه تجارتي مذاكراتو مثبت پېشرفت په ځائې ساتلو عزم لري او د دې باور څرګندونه يۍ وكړه چې پاتې چارې به هم په تكنيكي كچه د پرله پسې رابطو د لارې ترسره كړې شي۔ په ملاقات كښې د تجارت وفاقي سېكرټري جاوېد پال او د امريكې د تجارتي استازي (یو اېس ټی آر) دفتر اعلی چارواكو هم ګډون وكړو









