اسلام آباد05 اګست (اے پي پي) د رېلوے وفاقي وزير محمد حنيف عباسي وئيلي دي د طاقت د لارې د يو قام شناخت، تاريخ او د آزادۍ حق د پښو لاندې كېدے نشي٬ په سوئيلي آسياء كښې د تل پاتي امن او د پرمختګ لاره د جمو و كشمير مسئلې د منصفانه او تل پاتي حل نه تېرېږي، پاکستان به په هر نړيوال فورم د كشميريانو جائز غږ په …
د طاقت د لارې د يو قام شناخت، تاريخ او د آزادۍ حق د پښو لاندې كېدے نشي۔ محمد حنيف عباسي
اسلام آباد05 اګست (اے پي پي) د رېلوے وفاقي وزير محمد حنيف عباسي وئيلي دي د طاقت د لارې د يو قام شناخت، تاريخ او د آزادۍ حق د پښو لاندې كېدے نشي٬ په سوئيلي آسياء كښې د تل پاتي امن او د پرمختګ لاره د جمو و كشمير مسئلې د منصفانه او تل پاتي حل نه تېرېږي، پاکستان به په هر نړيوال فورم د كشميريانو جائز غږ په توګه د خپلواكۍ حق ملاتړ روان ساتي٬ د يومِ استحصالِ کشمير په موقع خپل پېغام كښې ده ووئيل د 5 اګست 2019 يو اړخيزه هندي اقداماتو په منطقه كښې باور٬ امن او استحكام ته لوي زيان رسولے، د جمو و کشمير متنازعه حيثيت د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادو له مخئ دے كوم چې د يو اړخيزه اقدامات د لارې نشي بدلېدے۔ وفاقي وزير ووئيل يومِ استحصالِ کشمير په موقع مونږ د كشمير خپلو وروڼو او خوېندو ته دا باور وركوٶ چې پاکستان به په هره سخته كښې دوي سره ولاړ وي او هر وګړې به د كشمير اولس جائز حقونو٬ عزت او د آزادۍ هلو ځلو كښې د دوي ملګرتيا كوي۔








