وفاقي وزير د رېلوے د دوه ولاړو  رېل ګاډو د بحالولو اعلان وكړو

  اسلام آباد 05 اګست (اے پي پي) د رېلوے وفاقي وزير محمد حنيف عباسي د دوو بندو ولاړو  رېل ګاډو د بحالۍ اعلان سره وئيلي دي  پاکستان ريلوے به سږ كال د دوه نور رېل ګاډي بحالوي او د وزيراعظم  وژن له مخې به مسافرو ته سهولتونه هم زياتولې شي۔ د شورو په ورځ د رېلوے وزارت لخوا د جاري بيان له مخې وفاقي وزير ووئيل د لاهور نه …

 

اسلام آباد 05 اګست (اے پي پي) د رېلوے وفاقي وزير محمد حنيف عباسي د دوو بندو ولاړو  رېل ګاډو د بحالۍ اعلان سره وئيلي دي  پاکستان ريلوے به سږ كال د دوه نور رېل ګاډي بحالوي او د وزيراعظم  وژن له مخې به مسافرو ته سهولتونه هم زياتولې شي۔ د شورو په ورځ د رېلوے وزارت لخوا د جاري بيان له مخې وفاقي وزير ووئيل د لاهور نه تر لاله موسيٰ بابو مسافر ټرين به په 20 اګست بحال كړې شي او د ملتان نه د جهنګ په لاره د سرګودھا ساندل ايکسپريس به په 21 اګست بيا روانولې شي۔ وفاقي وزير ووئيل  دواړه رېل ګاډي د كرونا وباء په سبب بند كړې شوي وو۔ محمد حنيف عباسي ووئيل سږ كال به دوه نور رېل ګاډې هم بحالولې شي او مسافرو ته به بهتر سفري سهولتونه وركولو لپاره اقدامات  دوامداره ساتلې شي