پاكستان به د كشميري اولس د خپلواكۍ حق سياسي ٬ سفارتي او اخلاقي ملاتړ روان ساتي: ډاكټر طارق فضل چوهدري

  اسلام آباد۔5 اګست(اے پی پی)د پارليماني چارو وفاقي وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري په  5 اګست 2019 د هند لخوا د جمو و کشمیر خصوصی حېثیت  ختمولو اقدام غندلو سره وئيلي دي دا ورځ د تاريخ يو تور باب دے كله چې هند د يو اړخيزه او غېر قانوني اقدام د لارې د جمو وكشمير خاص آئيني حېثيت ختمولو له د ملګرو ملتونو د قراردادونو او نړيوال قوانين ښكاره …

 

اسلام آباد۔5 اګست(اے پی پی)د پارليماني چارو وفاقي وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري په  5 اګست 2019 د هند لخوا د جمو و کشمیر خصوصی حېثیت  ختمولو اقدام غندلو سره وئيلي دي دا ورځ د تاريخ يو تور باب دے كله چې هند د يو اړخيزه او غېر قانوني اقدام د لارې د جمو وكشمير خاص آئيني حېثيت ختمولو له د ملګرو ملتونو د قراردادونو او نړيوال قوانين ښكاره خلاف ورزي وكړه۔ پاكستان به د كشميري اولس د خپلواكۍ حق سياسي ٬ سفارتي او اخلاقي ملاتړ روان ساتي۔ د شورو په ورځ د كشمير استحصال ورځې په موقع يو بيان كښې ده ووئيل مونږ خپلو ورونړو خوېندو سره د يووالي څرګندونه كوو۔ د ده وېنا وه چې په تېرو كلونو كښې كشميري اولس بلها قربانۍ وركړي خو د هغوي د آزادۍ جذبه كمزورې نه كړې شوه ۔ آزادۍ، انصاف او د خپلواكۍ حق له ھڅې په بشپړه قوت سره روانې دي۔ ده ووئيل پاكستان به د كشميري اولس د خپلواكۍ حق سياسي ٬ سفارتي او اخلاقي ملاتړ روان ساتي۔ ده ووئيل دا د نړيوالې ورورولۍ ذمه واري ده چې په مقبوضه كشمير كښی  بشري حقوو خلاف ورزيو نوټس واخلي او د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې كشميري اولس ته د هغوي بنيادي حق وركولو كښې مؤثر كردار ترسره كړي۔ ده دعا وكړه چې پروردګار دې كشميري شهيدانو له لوړې درجې او اولس له د آزادۍ او امن نعمت وركړي

مزید خبریں