د وفاقي وزير احسن اقبال په مشرۍ كښې سي پيك لپاره د جاج اغستو  كمېټۍ 91مه غونډه٬ په مهمو منصوبو عملدرامد د ګړندي كولو امر

  اسلام آباد 05 اګست (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال په مشرۍ كښې د سي پيك منصوبو د جاج اغستو كمېټۍ او د قامي سټيئرنګ کميټۍ 91مه غونډه په اسلام آباد كښې وشوه ۔ په غونډه كښې د بنيادي ډھانچې، توان، پيټروليم، آبي وسائل، خوراک و زراعت، مشترکه ورکنګ ګروپس (جے ډبليو جيز) او د خاص اقتصادي زونز پشمول په بېلو څانګو كښې …

 

اسلام آباد 05 اګست (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال په مشرۍ كښې د سي پيك منصوبو د جاج اغستو كمېټۍ او د قامي سټيئرنګ کميټۍ 91مه غونډه په اسلام آباد كښې وشوه ۔ په غونډه كښې د بنيادي ډھانچې، توان، پيټروليم، آبي وسائل، خوراک و زراعت، مشترکه ورکنګ ګروپس (جے ډبليو جيز) او د خاص اقتصادي زونز پشمول په بېلو څانګو كښې په روانو منصوبو د پېشرفت تفصيلي جاج واخستلے شو۔ په غونډه كښې د خبرو په مهال احسن اقبال ووئيل  سي پيک 2.0 پاکستان لپاره د پرمختګ نوې امكانات راوړي دي، چې د لارې ئې د سي پيک 1.0 په مهال د توان او  په بنيادي ډھانچه كښې د شوې سرمايه كارۍ څخه بشپړه استفاده كېدې شي۔ ده ټولو اړوند وزارتونو ته امر وكړو چې د سي پيک 2.0 له مخې د ترقۍ ، روزګار، انوويشن، ماحول دوسته پرمختګ او په سيمه ايزو روابطو مشتملو  راهدارو د پنځو منصوبو موثره او تند رفتاره نفاذ  باوري كړئ۔ غونډه په بیجنګ كښې د پاکستان مشن او د مختلف مشترکه ورکنګ ګروپس کنوینرز راتلونكو د مشترکه ورکنګ ګروپس غونډو او د پنځلسمې جوائنټ کواپریشن کمیټۍ د غونډې د چمتوالي نه خبر كړې شوه۔ په غونډه كښې د منصوبه بندۍ او پرمختګ ايډيشنل سيکريټري پشمول د خارجه وزارت٬ د داخله وزارت٬ د مواصلاتو وزارتِ ،د اقتصادي چارو ډويژن، د پاور ډويژن، د پيټروليم ډويژن، د بورډ آف انويسټمنټ، د قامي غذائي تحفظ و تحقيق وزارتِ ، د سائنس و ټيکنالوجي وزارت ، د انفارميشن ټيکنالوجي و ټيلي کميوني کيشن وزارت ، د سمندري چارو وزارت، د صنعت و پيداوار وزارت ، د ګوادر ډويلپمنټ اتھارټۍ او د سي پيک سيکريټريټ لوړ پوو ګډون كولو

مزید خبریں