اسلام آباد 05 اګست (اے پي پي) د پاکستان حکومت او اولس د هند په غېر قانوني تسلط لاندې جمو و کشمير كښې په 5م اګست 2019 د هند د غېر قانوني او يو اړخيزه اقدامات په 7 كاله ترسره كېدو د شورو په ورځ يومِ استحصال لمانځلو او کشميريانو سره د پاكستان د غېر متزلزل يووالي او د دوي د خپلواكۍ ناقابلِ تنسيخ حق لپاره د خپل غېر …
د كشمير يوم استحصال په موقع صدر مملکت، وزيراعظم او نائب وزيراعظم د کشميريانو منصفانه نصب العين لپاره د پاکستان د پرله پسې سياسي، سفارتي او اخلاقي مرستې پخلے
اسلام آباد 05 اګست (اے پي پي) د پاکستان حکومت او اولس د هند په غېر قانوني تسلط لاندې جمو و کشمير كښې په 5م اګست 2019 د هند د غېر قانوني او يو اړخيزه اقدامات په 7 كاله ترسره كېدو د شورو په ورځ يومِ استحصال لمانځلو او کشميريانو سره د پاكستان د غېر متزلزل يووالي او د دوي د خپلواكۍ ناقابلِ تنسيخ حق لپاره د خپل غېر متزلزل مرستې پخلے كړے دے۔ د خارجه دفتر له مخې د يوم استحصال په موقع خپلو پېغامونو كښې صدر مملکت، وزيراعظم او نائب وزيراعظم و خارجه وزير د کشميريانو منصفانه نصب العين لپاره د پاکستان د مسلسل سياسي، سفارتي او اخلاقي مرستې پخلي كولو سره په دې خبره زور راوړو چې د جمو و كشمير شخړه د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل اړوند قراردادونو او د کشميريانو د هېلو له مخې حل كول پكار ده٬ د پاکستان قيادت د دې عزم پخلے كړے چې پاکستان به په هر نړيوال فورم د كشمير كشاله په بشپړه ډول رامخې ته كوي۔ ده ووئيل هند په پنځم اګست كال 2019 د يو اړخيزه اقدامات او جمو و کشمير په نړيواله كچه د تسليم شوې شخړې حېثيت نشي بدلولې۔ په دې موقع نائب وزيراعظم و خارجه وزير د ملګرو ملتونو د سيکرټري جنرل په نامه چيټۍ هم استولې چې پكښې هغوي د هند په غير قانوني تسلط لاندې جمو و کشمير تازه ترين صورتحال نه خبرولو سره د ملګرو ملتونو په اړوند قراردادو عملدرآمد كولو له د نوو هلو ځلو په ضرورت زور راوړو دغسې چې د جمو و کشمير اولس د خپلواكۍ حق په آزادانه توګه استعمال كړے شي۔ په دې موقع خارجه سيکرټري په مشرۍ كښې په اسلام آباد كښې د يووالي لاريون وشو چې پكښې د خارجه وزارت افسرانو او نور چارواكو ګډون وكړو ٬ د پاکستان په بهر هېوادونو كښې سفارتي مشنز هم د پاکستانيانو او د کشميري كډوالو په مرسته بېلې دستورې وكړې چې مقصد ئې د هند په غېر قانوني تسلط جمو و کشمير صورتحال څخه نړيواله ورورولي خبرول او د كشميري اولس منصفانه حق لپاره د مرستې پخلے كول وٶ









