اسلام آباد ۔5 اګست (اے پي پي) 5 اګست 2019 د کشمیري شناخت، حقِ خودارادیت او د نړيوال قوانین د خلاف ورزۍ سیاہ باب دے۔ یومِ استحصالِ کشمیر د کشمیري اولس د حقِ خودارادیت او د قامي تشخص سره د تړون علامت دے ۔تفصیلات تر مخه په 5 اګست 2019 هند د آرټیکل 370 او 35 اے په منسوخ کولو د غیر قانوني تسلط لاندې د جموں و کشمیر خاص …
د 5 اګست 2019، د کشمیري شناخت، حقِ خودارادیت او د نړيوال قوانین د خلاف ورزۍ سیاہ باب
اسلام آباد ۔5 اګست (اے پي پي) 5 اګست 2019 د کشمیري شناخت، حقِ خودارادیت او د نړيوال قوانین د خلاف ورزۍ سیاہ باب دے۔ یومِ استحصالِ کشمیر د کشمیري اولس د حقِ خودارادیت او د قامي تشخص سره د تړون علامت دے ۔تفصیلات تر مخه په 5 اګست 2019 هند د آرټیکل 370 او 35 اے په منسوخ کولو د غیر قانوني تسلط لاندې د جموں و کشمیر خاص آئیني حیثیت په يو اړخيزه توګه ختم کړو ، د 5 اګست یومِ استحصالِ کشمیر په موقع جاري خاص دستاویزي فلم د 77 كالو نه د هندي بربریت ښکار کشمیري اولس د ستونزو عکاس دے ۔ د انټرنیشنل هیومن رائټس کمیشن رپورټ تر مخه د هند په غیر قانوني تسلط لاندې جموں وکشمیر كښې د قابض هندي پوځ د اړخه تخښتولے شوو 7151 كسانو كښې 4190 تر اوسه بې دركه دي ، د كال 2025 په وړومبو مياشتو كښې د هندي پوځ په غیر قانوني حراست كښې 113 ،عدالتي حراست كښې 1535 کشمیریان په بې دردۍ سره شهیدان كړے شول ۔ د جموں وکشمیر چیمبر آف کامرس شمېرو تر مخه د هند په غیر قانوني تسلط لاندې په جموں وکشمیر كښې د اوږدې کرفیو او د مواصلاتی بندش له امله د سېلګرۍ سره تعلق لرونكې 44500 کشمیریان بی روزګاره شوي دي ،د برطانيې ورځپاڼې دي ګارډین او ایمنسټي انټرنیشنل تر مخه د هند په غیر قانوني تسلط لاندې جموں و کشمیر كښې د 2 زره نه زيات اجتماعي قبرونه وموندل شول ، منطقه كښې د قابضو 10 لاکھه هندي پوځ ته خاص اختیارات وركړې شوي چا ته چې د قانون څخه استثنا تر لاسه ده ، کشمیر سيمه ايزه شخړه نه ده بلکې د ملګرو ملتونو په ایجنډا موجود د يو نيم کروړ انسانانو د حق خودارادیت مسئله ده ،د سختو بندېزونو باوجود کشمیرے اولس د حقِ خودارادیت او د بنیادي حقونو په مطالبه ثابت قدم دے ، پاکستان هر كال 5 اګست د یومِ استحصالِ کشمیر په نمانځلو د هند اقدامات غندنه او د کشمیري اولس سره د يو والي څرګندونه كوي ۔









