واشنګټن۔ 5 اګست (اے پي پي)د امریکې او پاکستان ترمينځه د ترهه ګرۍ مخ نيوي خبرو اترو څلورم پړاؤ واشنګټن كښې تر سره شو ۔ د شورو په ورځ د خارجه دفتر تر مخه د امریکې پلاوي مشري د ترهه ګرۍ مخ نيوي لپاره د امریکې کوآرډینیټر ګریګوري لوګرفو او د پاکستان پلاوي مشري د خارجه وزارتِ سپیشل سیکرټري نبیل منیر وكړه ۔ خبرو اترو كښې د پاکستان او …
پاکستان او امریکې د ترهه ګرۍ مخ نيوي لپاره د خبرو اترو د څلورم پراؤ شريكه اعلامیه ٬ د ترهه ګرۍ مقابلې لپاره د عزم پخلے
واشنګټن۔ 5 اګست (اے پي پي)د امریکې او پاکستان ترمينځه د ترهه ګرۍ مخ نيوي خبرو اترو څلورم پړاؤ واشنګټن كښې تر سره شو ۔ د شورو په ورځ د خارجه دفتر تر مخه د امریکې پلاوي مشري د ترهه ګرۍ مخ نيوي لپاره د امریکې کوآرډینیټر ګریګوري لوګرفو او د پاکستان پلاوي مشري د خارجه وزارتِ سپیشل سیکرټري نبیل منیر وكړه ۔ خبرو اترو كښې د پاکستان او امریکې تر مينځه د ترهه ګرۍ مخ نيوي څانګه كښې د همكارۍ مشترکه مفادات او د ترهه ګرۍ مقابلې كولو لپاره د دواړو هېوادونو د عزم پخلے وكړے شو ۔ دواړو پلاويو د اوسنۍ ترهه ګرۍ په خطري صورتحال خبرې وكړې او د شريكې مرستې لا مؤثره كولو د امکانات جاج واغستلے شو او د سرحدي سلامتیا مضبوطولو سره سره د ترهه ګرو معاونت او د سهولت کارۍ نیټ ورکس ختمولو په اقدامات هم د خيالاتو څرګندونه و شوه ۔ دواړو خوا دا عزم څرګند كړے شو چې هغوي به د دې ترهه ګرو تنظیمونو په زړه پورې مقابله كوي كوم چې د دواړو هېادونو د وګرو سلامتیا او د منطقې استحکام لپاره خطر ګرځي چې پكښې داعش خراسان، القاعدہ، تحریکِ طالبان پاکستان، بلوچستان لبریشن آرمي او دغې سره پېوست ډلې شاملې دي ۔ دواړو حکومتونو د دې خبرې پخلے وكړو چې د دواړو هېوادونو محفوظه او امناكه جوړولو لپاره د ترهه ګرۍ مخ نيوي په څانګه كښې به شريكه مرسته لا مضبوطولې شي كومه چې په منطقه كښې د تل پاتي امن، خوشحالۍ او د استحکام د مشترکه وژن برخه ده ۔









