پیرس۔05 اګست (اے پي پي)د برطانيې او فرانسوې مرستياله بېړيو د انګلش چینل (رود بار انګلستان )عبور کولو په هڅه كښې په بېرۍ د اور لګېدو نه پس سمندر كښې ګېر 173 هېواد پرېښودونكې په حفاظت سره وژغورول ۔ د امارات نیوز ایجنسۍ وام تر مخه د فرانس د پاس دے کیلے چارواكو ووئېل اور په يوه وړه بېرۍ كښې د فرانس او برطانيې سمندري حدود د سرحد سره …
د انګلش چینل عبور کولو په ھڅه كښې په بېړۍ كښې د اور لګېدېو نه پس 173 هېواد پرېښودونكې وژغورل شول

مزید خبریں
پیرس۔05 اګست (اے پي پي)د برطانيې او فرانسوې مرستياله بېړيو د انګلش چینل (رود بار انګلستان )عبور کولو په هڅه كښې په بېرۍ د اور لګېدو نه پس سمندر كښې ګېر 173 هېواد پرېښودونكې په حفاظت سره وژغورول ۔ د امارات نیوز ایجنسۍ وام تر مخه د فرانس د پاس دے کیلے چارواكو ووئېل اور په يوه وړه بېرۍ كښې د فرانس او برطانيې سمندري حدود د سرحد سره نزدې ولګېد ، د كوم نه پس چې بېړۍ كښې ناستو كسانو ته د ځان بچ كولو لپاره سمندر ته دانګل ورپغاړه شو ل ۔ چارواكو ووئېل پیښه كښې د كوم كس د ژوبل شوي يا د مرګ اطلاع نه ده تر لاسه شوې ۔ 2018 كښې د ریکارډز مرتب کولو نه پس دا د خپل نوعیت تر ټولو لوي آپریشن ګرځولے كېږي ۔










