اسلام آباد 04 اګست (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي سيکرټري اشفاق احمد خليل وئيلي دي د ايسوسي ايټډ پريس آف پاکستان (اے پي پي) وظيفائي ودې او د ادارې د ملازمينو خېرښګړې لپاره به اقدامات كولې شي۔ ده د نهې په ورځ د اے پي پي په هيډکوارټرز كښې د بورډ آف ډائريکټرز 35مې غونډې مشرۍ نه پس د اے پي پي ملازمينو سره خپلو خبرو كښې …
د اطلاعات او خپرونو وفاقي سيکرټري د اے پي پي وظيفائي ترقۍ لپاره د عزم څرګندونه٬ د بورډ آف ډائريکټرز په غونډه كښې د انتظامي و مالي چارو منظوري

مزید خبریں
اسلام آباد 04 اګست (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي سيکرټري اشفاق احمد خليل وئيلي دي د ايسوسي ايټډ پريس آف پاکستان (اے پي پي) وظيفائي ودې او د ادارې د ملازمينو خېرښګړې لپاره به اقدامات كولې شي۔ ده د نهې په ورځ د اے پي پي په هيډکوارټرز كښې د بورډ آف ډائريکټرز 35مې غونډې مشرۍ نه پس د اے پي پي ملازمينو سره خپلو خبرو كښې ووئيل د ملازمينو په التواء كښې پرتې مسئلې به په ترجيحي بنيادونو حل كولو لپاره بشپړه مرسته كولې شي۔ په غونډه كښې د اے پي پي د انتظامي او مالي چارو په اړه د ايجنډا آئټمز جائزه واخستلې شوه او منظوري وركړې شوه۔ په غونډه كښې د اے پي پي لنډ مهالې منيجنګ ډائريکټرې سبين عثمان خټک، پرنسپل انفارميشن آفيسر ريئسه عادل، ډائريکټر جنرل پاکستان براډکاسټنګ کارپوريشن سعيد شيخ، سينئر خبريال محمد نواز رضا ،جوائنټ سيکرټري ايکسپنډيچر فنانس ډويژن اظهار احمد پشمول د بورډ غړي او د اے پي پي سينئر چارواكو ګډون وكړو او سينيټر سرمد علي، د پنجاب يونيورسټۍ د ميډيا څانګې مشرې نوشينه سليم او ډائريکټر جنرل انټرنل پبلسټي عاشق شيخ په غونډه كښې د ويډيو لنک د لارې ګدون كولو۔ دغسې د اے پي پي ملازمينو د بورډ آف ډائريکټرز د ايجنډا آئټمز د منظوري عمل په ښه ډول په ترسره كېدو د اطلاعات سيکرټري، د بورډ غړو او د اے پي پي د انتظاميه مننه وكړه










