اسلام آباد 04 اګست (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سنېټر محمد اورنګزېب په مشرۍ كښې د اقتصادي رابطه كمېټۍ (اي سي سي) غونډه د نهې په ورځ وشوه ٬ په غونډه كښې د اطلاعات او خپرونو وزارت لخوا د مالي كال 27-2026 لپاره د پاکستان ټيلي ويژن کارپوريشن (پي ټي وي سي) په حق كښې د ټيکنيکل سپليمنټري ګرانټ (ټي ايس جي) اجراء په سمرۍ غور وشٶ٬ اي …
د خزانې وفاقي وزير په مشرۍ كښې د اي سي سي غونډه٬ د مهمو اولسي څانګو د مالياتي اقدامات منظوري

مزید خبریں
اسلام آباد 04 اګست (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سنېټر محمد اورنګزېب په مشرۍ كښې د اقتصادي رابطه كمېټۍ (اي سي سي) غونډه د نهې په ورځ وشوه ٬ په غونډه كښې د اطلاعات او خپرونو وزارت لخوا د مالي كال 27-2026 لپاره د پاکستان ټيلي ويژن کارپوريشن (پي ټي وي سي) په حق كښې د ټيکنيکل سپليمنټري ګرانټ (ټي ايس جي) اجراء په سمرۍ غور وشٶ٬ اي سي سي د پي ټي وي سي آپريشنل او ضروري انتظامي خرڅونو په وخت ادائيګي باوري كولو لپاره په هر دريو مياشتو كښې د 3.25 اربه روپو د جاري كولو منظوري وركړه٬ كمېټۍ وزارت ته امر وكړو چې په دوو مياشتو كښې دې پي ټي وي سي لپاره يو جامع مالياتي د پائيدارۍ منصوبې سره دا معامله بيا اي سي سي ته وړاندې كړې شي۔ په غونډه كښې په اېجنډا موجود د ټولو چارو احاطه وكړې شوه۔ په غونډه كښې وفاقي وزیرانو جام کمال خان، قیصر احمد شیخ، سردار اویس احمد خان لغاری، علی پرویز ملك، د وزیراعظم خاص مرستيال هارون اختر خان، وفاقی سیکریټریز او د اړوند وزارتو، ډویژنز او ریګولیټري ادارو سینئر چارواكو ګډون كولو










