اسلام آباد۔4اګست (اے پي پي) د کشمير و ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام د 5 اګست كال 2019ء د هند يو اړخيزه اقدام غندنې كولو سره وئېلي دي لكه د پخوا سږ كال هم دا ورځ د يوم استحصال کشمير په توګه نمانځلې شي ، منطقه كښې د امن لپاره د كشمير مسئلې حل ناګزير دے، د يوم استحصال کشمير په موقع به په ټول هېواد كښې …
د 5 اګست ورځ به لكه د نور كله سږ كال هم د يوم استحصال کشمير په توګه نمانځلې شي ، منطقه كښې د امن لپاره د كشمير مسئلې حل ضروري دے ،انجينئر امير مقام

مزید خبریں
اسلام آباد۔4اګست (اے پي پي) د کشمير و ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام د 5 اګست كال 2019ء د هند يو اړخيزه اقدام غندنې كولو سره وئېلي دي لكه د پخوا سږ كال هم دا ورځ د يوم استحصال کشمير په توګه نمانځلې شي ، منطقه كښې د امن لپاره د كشمير مسئلې حل ناګزير دے، د يوم استحصال کشمير په موقع به په ټول هېواد كښې دستورې كېږي ، ده ووئېل د يوم استحصال کشمير په موقع به اسلام آباد كښې لاريون كولې شي ،د کشمير مسئلې حل لپاره د ملګرو ملتونو په قراردادونو عمل درآمد ضروري دے ۔د نهې په ورځ د جموں وکشمير کونسل كښې د يوم استحصال کشمير په اړه نيوز کانفرنس ته خطاب کښې وفاقي وزير انجينئر امير مقام ووئېل د 5 اګست 2019ء به لكه د نور كله هر كال د ظلم او بربريت غندنه كوو ،دا يوه داسې توره ورځ ده چې كله هند په طاقت په زور کشميريانو ته د ملګرو ملتونو قراردادونو په رڼا كښې د حق وركولو په ځائے په هندي آئين كښې وركړي اختيارات هم بېرته واغستل او آرټيکل 370 او 35 اے په يو اړخيزه توګ ختم کړے شول ، ده ووئېل هند ته جموں وکشمير كښې د 7 لسيزو په ظلم و بربريت نه هيڅ په لاس ورنغلل ٬ كشميريان د دغې مقابله كوي










