د مولانا جلال الدين روميؒ تعليمات نن هم انسانيت ته د مينې ، روادارۍ، خدمتِ خلق او د باطني اصلاح داسې پيغام  وركوي كوم چې  د حاضر عصر  اخلاقي او سماجي چيلنجز مقابلې له موثره  لارښونه ده ، د وفاقي وزير سيد عمران احمد شاه د ترك فيسټيول په موقع  مباحثې ته خطاب

شکاګو۔4اګست  (اے پي پي)د غربت د كمي و سماجي تحفظ وفاقي وزير سيد عمران احمد شاه وئېلي دي د حضرت مولانا جلال الدين روميؒ  تعليمات نن هم انسانيت ته د مينې  ، روادارۍ ، خدمتِ خلق او د باطني اصلاح داسې پيغام وركوي كوم چې د  حاضر عصر  اخلاقي او سماجي چيلنجز مقابلې له موثره  لارښونه وركوي ۔د وزارت وياند تر مخه وفاقي وزير د دې خيالاتو اظهار شکاګو كښې …

شکاګو۔4اګست  (اے پي پي)د غربت د كمي و سماجي تحفظ وفاقي وزير سيد عمران احمد شاه وئېلي دي د حضرت مولانا جلال الدين روميؒ  تعليمات نن هم انسانيت ته د مينې  ، روادارۍ ، خدمتِ خلق او د باطني اصلاح داسې پيغام وركوي كوم چې د  حاضر عصر  اخلاقي او سماجي چيلنجز مقابلې له موثره  لارښونه وركوي ۔د وزارت وياند تر مخه وفاقي وزير د دې خيالاتو اظهار شکاګو كښې تابيا شوي د ترک فيسټيول دوېمې ورځې  پينل مباحثه ’’مولانا روميؒ: تصوف او د پاکستان روحاني ورثه‘‘  ته د کليدي مقرر په حېث وكړه ۔ د مولانا روميؒ  فکر او   مسلمانې نړۍ باندې د هغې اثرات  په اړه دې ناسته كښې نامتو علماء، دانشورانو، مذهبي لارښودو  او د  پاکستان و ترک ورورولۍ  ګډون كولو ۔ وفاقي وزير ووئېل د مولانا روميؒ  پيغام  د زمان و مکان د حدود نه ماوراء دے او  انسان ته د مينې ، عاجزۍ، برداشت او د  خود احتسابۍ د لارې د يو  امناكه او  وقار لرونكې ټولنې  د تشکيلولو بلنه وركوي

مزید خبریں