اسلام آباد۔4 اګست(اے پی پی) د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ او خاص اقدامات وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي د علامه اقبالؒ د خودۍ په فلسفه او د قائد اعظمؒ په وژن اډانه زمونږ فكري بنيادونه د دې حقيقت عكاسي كوي چې پاكستان كله هم ناكامه كېدے نه شي۔ په اېكس خپل پېغام كښې ده ووئيل د هېواد نظام د ډيفالټ ښكار نه بلكې د تلپاتي قومي اصلاحات دور ته …
پاكستان كله هم ناكامه كېدے نه شي٬ ځوانان كاكروچ نه بلكه بازان دي: وفاقي وزير احسن اقبال

مزید خبریں
اسلام آباد۔4 اګست(اے پی پی) د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ او خاص اقدامات وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي د علامه اقبالؒ د خودۍ په فلسفه او د قائد اعظمؒ په وژن اډانه زمونږ فكري بنيادونه د دې حقيقت عكاسي كوي چې پاكستان كله هم ناكامه كېدے نه شي۔ په اېكس خپل پېغام كښې ده ووئيل د هېواد نظام د ډيفالټ ښكار نه بلكې د تلپاتي قومي اصلاحات دور ته داخل شوے دے۔ ده ووئيل نن ضرورت د دې خبرې دے چې قام او په خاص توګه ځوان كول خپل فكري بنيادونه لا مضبوط كړي او د علامه اقبال د فكر په رڼا كښې خپله خودي بېداره كړي۔ ده ووئيل پاكستان كله هم ناكامه كېدے نه شي٬ ځوانان كاكروچ نه بلكه بازان دي۔ده ووئيل د ’’اړان پاکستان‘‘ بشپړ معاشي فرېم ورك له مخې ځوانان مصنوعی ځېركتيا، ډیجیټل مهارتونو ، عصري ټېكنالوجۍ او د سباؤن غوښتنو سره همكاره كولې شي دغسې چې هغوي په نړيواله كچه مؤثر كردار ترسره كړے شي۔ احسن اقبال ووئيل د پاکستان د 25 کروړ اولس خېر ښیګړه ٬ تلپاتي معاشي پرمختګ او د يو ټرېلين ډالر معيشت هدف په اجتماعي هڅو ٬ قامي يووالي ٬ پرله پسې خوارۍ او اتفاق سره سر كېدې شي۔ ده ووئيل كه مونږ خپل خوبونه عزم ٬ پرله پسې خوارۍ











