بنګله دېش كښې د شري نه په سوونو ماشومان د اجل سره مخ شول٬ ځپلې كورنۍ د معاشي تباهۍ ښكار

ډهاكه۔ 4 اكست (اے پي پي)  مرسته كونكې تنظيم خبر دارے وركړے دے  چې بنګله دېش كښې په سوونو كوچنيان  د شري د لاسه د اجل سره مخ شوي دي او ځپلې كورنۍ د سختې معاشي تباهۍ سره مخ كېږي۔ د اردو نيوز تر مخه  دا په تېرو لسيزو كښې بنګله دېش باندې د شېري راغلې تر ټولو لويه وبا ده ۔ د بنګله دېش د روغتيا محكمې  شمېرو تر …

ډهاكه۔ 4 اكست (اے پي پي)  مرسته كونكې تنظيم خبر دارے وركړے دے  چې بنګله دېش كښې په سوونو كوچنيان  د شري د لاسه د اجل سره مخ شوي دي او ځپلې كورنۍ د سختې معاشي تباهۍ سره مخ كېږي۔ د اردو نيوز تر مخه  دا په تېرو لسيزو كښې بنګله دېش باندې د شېري راغلې تر ټولو لويه وبا ده ۔ د بنګله دېش د روغتيا محكمې  شمېرو تر مخه  د 15 مارچ نه تر اوسه  د دې د درملني جوګه ناروغتيا نه  د لږو نه لږ 844 كوچنيان په حق رسېدلي  او د يو لاكه 12 زره نه زيات كسان د درملنې لپاره روغتونونو ته تللي دي۔ د رېډ كراس  او هلال احمر  نړيوال فېډرېشن (آئي آر يف سي)  او د بنګله دېش  رېډ كراس  سوسائټي تر مخه  د شېري نه  ځپلې په هر  لسو كښې  9 كورنۍ د درملنې لپاره خرڅونو تر سره كولو لپاره په پور اغستو مجبوره دي۔ ډهاكه كښې د آئې ايف آر سي مشر البر ټوبو كانېګر اكا وئېنا ده  د شېري د دې بېړيني صورتحال اثرات يوازې د روغتون په دروازه نه ختمېږي بلكې ځپلې كورنۍ  د دې نه پس د سختو مالي ستونزو سره مخ كېږي۔ هغه ووئېل  د اولسي روغتيا د داسې بيړني  صورتحال په مهال په بشري بنياد  مرسته  او مضبوط سماجي تحفظ دواړه ضروري دي۔  د مرستې تنظيمونو  د هغه 2746 كورنيو د حالات جاج اغستے  دے كومې چې په 12 سركاري طبي مراكز كښې د خپلو ماشومانو علاج لپاره راغلي ٬ هر څو چې په سركاري روغتونونو كښې وړيا علاج كېږي  خو نور اړوند خرڅونه په تندۍ سره زياتېږي۔

مزید خبریں