اسلام آباد 04 اګست (اے پي پي) د قامي ورثه او كلتور وفاقي وزير اورنګزيب خان کھچي وئيلي دي د اسلام آباد د شاه الله دته تاريخي غارونه كوم چې د ګندھارا تهذيب او بدھ مت ورثې يو مهم تاريخي مركز دے، ته په جديدو سهولتونو وركولو دغه د نړيوال معيار په بدھ مت هيريټيج سائټ بدلوٶ ۔ د نهې په ورځ د قامي ورثه و ثقافت ډويژن لخوا …
د اسلام آباد شاه الله دته تاريخي غارونو ته جديدې آسانۍ وركولو سره دغه د نړيوال معيار په بدھ مت هيريټيج سائټ بدلوٶ، د وفاقي وزير اورنګزيب خان کھچي د شاه الله دته د غارونو دوره
اسلام آباد 04 اګست (اے پي پي) د قامي ورثه او كلتور وفاقي وزير اورنګزيب خان کھچي وئيلي دي د اسلام آباد د شاه الله دته تاريخي غارونه كوم چې د ګندھارا تهذيب او بدھ مت ورثې يو مهم تاريخي مركز دے، ته په جديدو سهولتونو وركولو دغه د نړيوال معيار په بدھ مت هيريټيج سائټ بدلوٶ ۔ د نهې په ورځ د قامي ورثه و ثقافت ډويژن لخوا د جاري بيان له مخئ ده امر وكړو چې جاري پرمختيائي كار دې زر تر زره بشپړ كړئ شي دغسې چې په ستمبر/اکتوبر كښې د كېدونكي ګندھارا کنفرنس په موقع د دې تاريخي ځائې په رسمي توګه پرانسته وكړئ شي۔ په دې موقع پارلماني سيکرټري فرح ناز اکبر هم دوي سره موجود وه۔ په دې موقع وفاقي وزير د شاه الله دته غارونو دورې كولو سره د جاري تعميراتي و بحالۍ د كارونو تفصيلي جاج هم واخست۔د دورې په مهال وفاقي وزير ته د ډائريکټوريټ آف آرکيالوجي اينډ ميوزيم (DOAM) چارواكو بريفنګ كښې ووئيل د غارونو مخې ته په غر د بدھ مت د دور يو تاريخي سټوپا موجود ده كومه چې د لريوالې په سبب واضحه نه ښكاري۔ په دې موقع اورنګزيب خان کھچي امر وكړٶ چې د بدھ بھګشوؤ او نورو سېلګرو سهولت لپاره دې د دې تاريخي سټوپا نزدې مشاهدې لپاره يو جديد ټيلي سکوپ نصب كړے شي ۔ وفاقي وزير ووئيل وزيراعظم د پاکستان ګندھارا تهذيب تحفظ، ودې او په نړيواله كچه تشهير كښې خاص خوښي لري٬ د دغه وژن له مخې شاه الله دته غارونو ته د نړيوال معيار ترقي وكړې كېږي۔۔ ده ووئيل د راتلونكو ملكي او غېر ملكي سېلګرو او زائرينو لپاره به کينټين، ګفټ شاپ او نور سهولتونه وركولې شي او د شپې به غارونه په رڼاګانو منور كولې شي دغسې چې دا ځائے لا زړه راښكونكے جوړ كړے شي









