اسلام آباد 04 اګست (اے پي پي) د انفارميشن ټيکنالوجي و ټيلي کميونيکيشن وفاقي وزيرې شزه فاطمه خواجه وئيلي دي د ترهګرۍ او جرائمو په ضد جنګ كښې د پوليس کردار د ستائنې وړ دے، د شهيدانو د كورنيو خېرښګرې ته حکومت وړومبې پام لرنه كوي ۔ د نهې په ورځ د پوليس شهيدانو ورځ په موقع هغوي ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره ده ووئيل د پوليس شهيدانو د …
د ترهګرۍ او جرائمو په ضد جنګ كښې د پوليس کردار د ستائنې وړ دے۔ شزه فاطمه خواجه

مزید خبریں
اسلام آباد 04 اګست (اے پي پي) د انفارميشن ټيکنالوجي و ټيلي کميونيکيشن وفاقي وزيرې شزه فاطمه خواجه وئيلي دي د ترهګرۍ او جرائمو په ضد جنګ كښې د پوليس کردار د ستائنې وړ دے، د شهيدانو د كورنيو خېرښګرې ته حکومت وړومبې پام لرنه كوي ۔ د نهې په ورځ د پوليس شهيدانو ورځ په موقع هغوي ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره ده ووئيل د پوليس شهيدانو د خوږ هېواد په خاطر خپل ځانونه قربان كړي٬ د ترهګرۍ او جرائمو په ضد جنګ كښې د پوليس کردار د ستائنې وړ دے٬ د پوليس سر وركوٶنكو اهلكارو تل د وړومبنۍ دستې كردار لوبولے دے ۔ شزه فاطمه خواجه ووئيل پوليس فورس ته به جديد وسائل او بهترين وظيفائي تربيه وركولې شي ٬ راځۍ چې په ګډه يو سوله ايز٬ خوندي او د سوكاله پاکستان جوړولو له عزم وكړو







