اسلام آباد 04 اګست (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمين سيد يوسف رضا ګيلاني وطن لپاره قربانۍ وركوٶنكو د پوليس شهيدانو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل د ترهګرۍ او جرائمو په ضد د پوليس فورس مړانه ٬ وظيفائي صلاحيت او قربانۍ ټول قام لپاره د وياړ خبره ده ۔ د سينيټ سيکرټريټ له مخې د پوليس شهيدانو ورځ په موقع خپل پيغام كښې ده ووئيل خېبر پښتونخوا، بلوچستان …
د ترهګرۍ او جرائمو په ضد د پوليس فورس مړانه ٬ وظيفائي صلاحيت او قربانۍ ټول قام لپاره د وياړ دي۔ يوسف رضا ګيلاني

مزید خبریں
اسلام آباد 04 اګست (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمين سيد يوسف رضا ګيلاني وطن لپاره قربانۍ وركوٶنكو د پوليس شهيدانو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل د ترهګرۍ او جرائمو په ضد د پوليس فورس مړانه ٬ وظيفائي صلاحيت او قربانۍ ټول قام لپاره د وياړ خبره ده ۔ د سينيټ سيکرټريټ له مخې د پوليس شهيدانو ورځ په موقع خپل پيغام كښې ده ووئيل خېبر پښتونخوا، بلوچستان او ګرد هېواد كښې پوليس افسرانو او اهلکارو لازواله قربانۍ به قام تل ياد ساتي، د پوليس شهيدانو د كورنيو استقامت او قربانۍ قامي سرمايه ده٬ قام دوي سره د بشپړه يووالي څرګندونه كوي۔ ده ووئيل مضبوط، جديد او صلاحيت لرونكے پوليس فورس د امن، انصاف او د قانون د مؤثره عملدارۍ ضمانت دے، ده ووئيل دا ورځ مونږ ته د وطن د محافظينو عظيمې قربانۍ د يادو ساتلو او د دوي خدمات ته پېرزوئنې وړاندې كولو درس راكوي۔ ده ووئيل قام به د خپلو شهيدانو قربانۍ كله نه هېروي او د دوي مشن بشپړولو لپاره به يو موټي اوسي








