مصر ٬ قطر او تركيه په غزه  كښې د اسرائيلي خلاف ورزو غندنه وكړه

  قاهره۔ 4 اكست (اے پي پي)  مصر ٬ قطر او تركيه  په غزه كښې د اسرائيل  د پرله پسې خلاف ورزيو سخته غندنه كړې ده ۔ د سي جي اين ټي اين تر مخه مصر ٬ قطر او تركيې تېره ورځ  جاري كړي شريك بيان كښې زور راوړے دے  چې اسرائيل بايد د نړيوال قانون تر مخه پخپلو ذمه وارو عمل درآمد وكړي  او د جنګ بندۍ لوظ نامې …

 

قاهره۔ 4 اكست (اے پي پي)  مصر ٬ قطر او تركيه  په غزه كښې د اسرائيل  د پرله پسې خلاف ورزيو سخته غندنه كړې ده ۔ د سي جي اين ټي اين تر مخه مصر ٬ قطر او تركيې تېره ورځ  جاري كړي شريك بيان كښې زور راوړے دے  چې اسرائيل بايد د نړيوال قانون تر مخه پخپلو ذمه وارو عمل درآمد وكړي  او د جنګ بندۍ لوظ نامې تر مخه  خپلې كړې وعدې پورا كړي۔ بيان كښې وئېلې شوي دي  په غزه كښې د اسرائيل پرله پسې كاروائۍ د جنګ بندۍ  د لوظ نامې خلاف ورزۍ دي٬ چې ترې د جنګ بندۍ  بل پراؤ ځپلے كېږي  او په تاو تريخوالي كښې د كمي هڅو ته هم خطر پیښ شوے دے۔ ېيان كښې د نړيوالې ورورولۍ نه غوښتنه وكړې شوه  چې وګړو ٬  طبي مراكز او د بشري مرستې سره تعلق لرونكو  ته مكمل تحفظ وركړے شي  او د غزه پټۍ كښې د انساني مرستې او طبي سامان  د كوم خنډ نه غېر وركړه  دې هم باوري كړې شي۔