قاهره۔ 04 اګست (اے پي پي) د مصر پايه تخت قاهره كښې د عرب ليګ په هېډ كوارټر كښې د اسلام او مسلمانانو خلاف د امتياز خاتمې په اړه دويم دوه ورځنے نړيوال كانفرنس روان دے۔ د كوم سر خط چې "لويديز كښې د مسلمانانو ورورولۍ او د اسلامو فوبيا خلاف د هغوي كردار " دے۔ د امارت نيوز ايجنسۍ تر مخه د ګل په ورځ پېل شوي كانفرنس …
اسلام او د مسلمانانو خلاف د امتياز خاتمې په اړه دويم نړيوال كانفرنس په قاهر كښې روان دے

مزید خبریں
قاهره۔ 04 اګست (اے پي پي) د مصر پايه تخت قاهره كښې د عرب ليګ په هېډ كوارټر كښې د اسلام او مسلمانانو خلاف د امتياز خاتمې په اړه دويم دوه ورځنے نړيوال كانفرنس روان دے۔ د كوم سر خط چې “لويديز كښې د مسلمانانو ورورولۍ او د اسلامو فوبيا خلاف د هغوي كردار ” دے۔ د امارت نيوز ايجنسۍ تر مخه د ګل په ورځ پېل شوي كانفرنس كښې متحده عرب امارت ٬ مختلف عرب او نور هېوادونه ٬ نړيوال ٬ سيمه ايز او قامي تنظيمونه ٬ د سول سوسائټۍ ادارې او د ځوانانو استازي شريك دي۔ د عرب ليګ جنرل سېكرټريټ او د اسلامي نړۍ تعليمي ٬ سائنسېي و كلتوري تنظيم (icesco) په همكارۍ تابيا د دې كانفرنس مقصد د اسلامو فوبيا زيات شوي رحجان مقابله ٬ مكالمې ٬ شريك امن او مذهبي و د كلتوري تنوع احترام ته وده وركول دي۔ افتتاحي خطاب كښې د عرب ليګ اسستنټ سېكرټري جنرل ډاكټر حسېن هندواوي ووئېل د مذهب او عقيدې آزادي يو بنيادي انساني حق دے ٬ د كوم ضمانت چې په نړيوالو لوظ نامو كښې وركړے شوے دے او د مذهب يا عقېدې په بنياد هر ډول امتياز او نسل پرستي مسترد كول پكار ده۔









