د كورنيو چارو وزير مملکت په مشرۍ كښې غونډه٬ د آزاد جمو و کشمير ټاكنو د درېم پړاٶ  د چمتوالي نيولو جاج واخستلے شو

  اسلام آباد 04 اګست (اے پي پي) د كورنيو چارو وزير مملکت او د پونچھ ډويژن انتخابي کوآرډينيټر طلال چوهدري په مشرۍ كښې د آزاد جمو و کشمير ټولټانكو د درېم پړاٶ د چمتوالي نيولو په اړه د جاج اغستو غونډه په اسلام آباد كښې وشوه چې پكښې ضلعي کوآرډينيټرز، حلقه کوآرډينيټرز او د پونچھ ډويژن څخه د مسلم ليګ (ن) نامزد كانيدانو  ګډون وكړو ۔ په غونده كښې …

 

اسلام آباد 04 اګست (اے پي پي) د كورنيو چارو وزير مملکت او د پونچھ ډويژن انتخابي کوآرډينيټر طلال چوهدري په مشرۍ كښې د آزاد جمو و کشمير ټولټانكو د درېم پړاٶ د چمتوالي نيولو په اړه د جاج اغستو غونډه په اسلام آباد كښې وشوه چې پكښې ضلعي کوآرډينيټرز، حلقه کوآرډينيټرز او د پونچھ ډويژن څخه د مسلم ليګ (ن) نامزد كانيدانو  ګډون وكړو ۔ په غونده كښې په پونچھ ډويژن كښې د مسلم ليګ (ن) د انتخابي كمپائن، تنظيمي چارو او د پولنګ ډے د لائحې تفصيلي جاج واخستلے شو۔ په دې موقع خپلو خبرو كښې طلال چوهدري ووئيل  د آزاد کشمير د انتخابات په وړومبي او دوېم پړاٶ كښې د مسلم ليګ (ن) کاميابي د وفاقي او پنجاب حکومت په کارکردګۍ د کشميريانو د باور څرګندونه ده۔ ده ووئيل کشميريانو د نعرو په ځائے كار او كاركردګۍ ته ووټ وركړے دے او نن د پاکستان هره سيمه لكه د پنجاب ترقي غواړي۔ د بلاول بھټو زرداري په بيانونو خپل غبرګون كښې ده ووئيل ھغوي دې زړه لوي كړي٬ مشران په ماتي خوړولو په وير ښه نه ښكاري