د اين ايچ اے ريونيو 127 اربه روپو ته رسېدلې٬ په يو شمېر موټرويز به كار ډېر زر پېل شي

  اسلام آباد 04 اګست (اے پي پي) د مواصلات وفاقي وزير عبدالعليم خان وئيلي دي د نيشنل هائي وے اتھارټي ريونيو 64 اربه روپو نه په زياتېدو  127 اربه روپو ته رسېدلې ده٬ چې په سبب ئې پاکستان اوس د كومې بهرنۍ مرستې نه غېر خپلو وسائلو سره د موټرويز او سترو لارو نېټ ورك خپروي٬ کرتار پور او ننکانه صاحب يو بل سره تړلو لپاره تاريخي "ګرو نانک …

 

اسلام آباد 04 اګست (اے پي پي) د مواصلات وفاقي وزير عبدالعليم خان وئيلي دي د نيشنل هائي وے اتھارټي ريونيو 64 اربه روپو نه په زياتېدو  127 اربه روپو ته رسېدلې ده٬ چې په سبب ئې پاکستان اوس د كومې بهرنۍ مرستې نه غېر خپلو وسائلو سره د موټرويز او سترو لارو نېټ ورك خپروي٬ کرتار پور او ننکانه صاحب يو بل سره تړلو لپاره تاريخي “ګرو نانک ايکسپريس وے”، د اسلام آباد نه تر لاهور سفر كښې سل كلوميټره بچت لپاره سيالکوټ-کھارياں-پنډي هائي وے او په M-6 به كار ډېر زر پېل شي۔ وفاقي وزير دا خبرې د نهې په ورځ د نيشنل هائي ويز اينډ موټروے پوليس په آډيټوريم، اسلام آباد كښې د “پوليس شهيدانو ورځ” دستورې ته د خاص مېلمه په حېث خپلې وېنا كښې وكړې۔ وفاقي وزير شهيدانو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل  څلوارلسم اګست زمونږ د قامي تاريخ يوه مهمه ورځ ده او د پېښور د سي سي پي او صفوت غيور عظمت او شهادت ټولو امنيتي ځواكونو لپاره د لارې مشال دے۔ ده ووئيل د موټروے پوليس د 59 شهيدانو پشمول د پوليس د ټولو شهيدانو قربانۍ د نه هېرېدو دي٬ د موټروے پوليس پټرولنګ افسرانو تحفظ  لپاره ټول پلازو سره نزدې جديد پوليس سټيشنز، پارکنګ او ايمبولينس سروسز هم جوړٶ۔ وفاقي وزير ووئيل  کرتار پور او ننکانه صاحب يو بل سره تړلو لپاره  په “ګرو نانک ايکسپريس وے” كار روان دے چې ورسره به د ګردې نړۍ سکھ کميونټي لپاره مذهبي سېلګرۍ ته وده ترلاسه شي۔