واشنګټن۔04 اګست (اے پي پي)د امرېكې صدر ډونلډ ټرمپ د تېلو لويو كمپنيو باندې په اوسنو حالاتو كښې د زياتو پیسو ګټلو تور لګولو سره هغوي له مشوره وركړې ده چې په دغه كښې څه پېسه اولس ته بېرته ستنول پكار ده۔ د اردو نيوز تر مخه واشنګټن كښې خبريالانو ته ده د ايكسون او شېورون تذكره كولو سره ووئېل زه داسې خبرې نه خوښوم ٬ درې ورځې وړاندې …
د امريكې صدر د هېواد د تېلو په كمپنيو د زياتو پیسو ګټلو تور٬ څه اولس ته د ستنولو مشوره

مزید خبریں
واشنګټن۔04 اګست (اے پي پي)د امرېكې صدر ډونلډ ټرمپ د تېلو لويو كمپنيو باندې په اوسنو حالاتو كښې د زياتو پیسو ګټلو تور لګولو سره هغوي له مشوره وركړې ده چې په دغه كښې څه پېسه اولس ته بېرته ستنول پكار ده۔ د اردو نيوز تر مخه واشنګټن كښې خبريالانو ته ده د ايكسون او شېورون تذكره كولو سره ووئېل زه داسې خبرې نه خوښوم ٬ درې ورځې وړاندې د كمپنيو دويم درې مياشتيز د ګټې راپور رامخې ته شوے ؤ كوم چې ډېر زيات ؤ ٬ دغسې بل پلو د ايران جنګ له امله د تېلو بيعه لوړه شوې ده۔ د صدر ټرمپ تر مخه شېورون او ايكسون موبل ډېره پېسه ګټي ۔ د دې بيان نه پس د دواړو كمپنيو موقف اغستو لپاره رابطه وكړې شوه خو د هغه ځائے نه كوم ځواب تر لاسه نه شو ۔ صدر ټرمپ د دې نه وړاندې هم اولسي فشار د كارپورېټ سېكټر خلاف د وسلې په توګه كارولو۔ هغه په عمومي توګه په سوشل مېډيا د خبريالانو د لارې نېغ په نيغه كمپنۍ خپل هدف ګرځوي ۔ پخپل وړومبي دور كښې هغه د ګاړو جوړونكو كمپنيو فشار راوړے ؤ چې هغوي په امريكا كښې پېداوار برقرار اوساتي٬ ده د ډيفېنس كنټرېكټرز په خرڅونو هم ټكونه كړې دي او په داروګانو جوړونكو كمپنيو يې هم د بيعو كمولو لپاره فشار راوړے دے۔









