اسلام آباد۔4 اګست(اے پی پی) د قومي اسمبلۍ سپیکر سردار ایاز صادق د پوليس شهيدانو ورځې په موقع شهيدانو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي چې د پوليس افسرانو او ځوانانو د ترهګرۍ ختمولو ٬ امن په ځائې كولو او د قانون سرلوړۍ له ځانګړې قربانۍ وركړې دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ د پوليس شهيدانو ورځې په موقع خپل پېغام كښې وكړه۔ ده ووئيل …
د پوليس افسرانو او ځوانانو ترهګري ختمولو ٬ امن په ځائې كولو او د قانون سرلوړۍ له ځانګړې قربانۍ وركړې دي: سردار اياز صادق

مزید خبریں
اسلام آباد۔4 اګست(اے پی پی) د قومي اسمبلۍ سپیکر سردار ایاز صادق د پوليس شهيدانو ورځې په موقع شهيدانو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي چې د پوليس افسرانو او ځوانانو د ترهګرۍ ختمولو ٬ امن په ځائې كولو او د قانون سرلوړۍ له ځانګړې قربانۍ وركړې دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ د پوليس شهيدانو ورځې په موقع خپل پېغام كښې وكړه۔ ده ووئيل ټول قام د پوليس شهيدانو مړانې او فرض شناسۍ ته سلام كوي٬ امن په ځاې كولو او د قانون سرلوړۍ له د امنيتي ځواكونو او قانون نافذ كوونكو ادارو قربانۍ به تل يادې ساتلې شي۔ ده وويل پوليس د ترهګرۍ خلاف جنګ كښې د اولني صف كردار ترسره كوي۔ سپيكر ووئيل د شهيدانو د كورنيو صبر ٬ استقامت او حوصلې ته سلام كوم۔ سپيكر شهيدانو خپل پېغام كښې شهيدانو لپاره د لوړو درجو دعا هم وكړه۔









