د اطلاعاتو وفاقي وزير عطاﺀ تارړ وفاقي وزير احسن اقبال سره ملاقات ٬ د پي ټي وي په ري وېمپنګ ٬ په عصري بنيادونو د اودرولو په منصوبه د خيالاتو څرګندونه

اسلام آباد۔4 اګست(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ تارړ د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ او خصوصي اقدامات  وفاقي وزير احسن اقبال سره د نهې په ورځ ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې د پبلک سېکټر ډوېلپمنټ پروګرام (پی اېس ډی پی) لاندې د پي ټي وي په ری وېمپنګ او عصري غوښتنو سره د دې همكاره كولو په منصوبه د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ وفاقی وزیر عطاء تارړ …

اسلام آباد۔4 اګست(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ تارړ د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ او خصوصي اقدامات  وفاقي وزير احسن اقبال سره د نهې په ورځ ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې د پبلک سېکټر ډوېلپمنټ پروګرام (پی اېس ډی پی) لاندې د پي ټي وي په ری وېمپنګ او عصري غوښتنو سره د دې همكاره كولو په منصوبه د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ وفاقی وزیر عطاء تارړ ووئيل د پي ټي وي ري وېمپنګ منصوبې بشپړولو له د پي اېس ډي پي لاندې د منصوبه بندۍ وزارت همكارۍ ته اړتيا لري۔ ده ووئيل په ګلګت بلتستان كښې د نړيوالو لوبو مبارزې نېغ په نېغه نشر كولو له مقامي براډكاسټنګ ضروري شوې دې ولې چې في الحال او بي وېنز اسلام آباد څخه لېږلې شي چې ورسره مالي مصاريف او انتظامي ستونزې سوا كيږي۔ ده زياته كړه چې د پي ټي وي ماسټر کنټرول رومز (MCRs) عصري ټېكنالوجۍ سره هم آهنګ كولو د وخت مهم ضرورت دے۔  په دې موقع وفاقي وزري احسن اقبال خپلو خبرو كښې ووئيل پي ټي وي يوه قومي اثاثه ده او حكومت به ددې بحالۍ او دې ته عصري آسانۍ وركولو له هره ممكنه مرسته كوي۔ ده ووئيل پي ټي وي تل په قومي شناخت ٬ كلتوري اقدارو او قومي يووالي ته وده وركولو كښې مهم كردار ترسره كړې دې نو ځكه عصري غوښتنو سره ددې همكاره كول ضروري دي۔ ملاقات كښې د پي ټي وي استعداد په زياتولو ٬ د براډكاسټنګ انفراسټركچر په بهترۍ او د قومي نشرياتي نظام په عصري بنيادونو اودرولو له همكارۍ ته په لا وده وركولو اتفاق وكړے شو۔

مزید خبریں