اسلام آباد4 اګست (اے پی پی) وزيراعظم شهباز شریف د پولیس شهیدانو ورځې په مناسبت د حکومت او اولس لخوا د پوليس زړورو افسرانو او اهلكارو ته درناوې وړاندې کولو سره ووئیل د پولیس شهیدانو نه هېرېدونکو قربانيو د خلکو د ژوند او مال په ساتنه، د قانون حاکمیت په ټینګولو او د قانون او نظم پياوړتيا کښې مهم رول لوبولے دے۔ د شهیدانو د کورنیو خېر ښېګړه او هر …
د پولیس شهیدانو نه هېرېدونکو قربانيو د اولس د ژوند او مال په ساتنه، د قانون حاکمیت ټینګولو او د قانون او نظم پياوړتيا کښې مهم رول لوبولے دے: د وزيراعظم شهباز شريف د پوليس شهيدانو ورځې په موقع پېغام

مزید خبریں
اسلام آباد4 اګست (اے پی پی) وزيراعظم شهباز شریف د پولیس شهیدانو ورځې په مناسبت د حکومت او اولس لخوا د پوليس زړورو افسرانو او اهلكارو ته درناوې وړاندې کولو سره ووئیل د پولیس شهیدانو نه هېرېدونکو قربانيو د خلکو د ژوند او مال په ساتنه، د قانون حاکمیت په ټینګولو او د قانون او نظم پياوړتيا کښې مهم رول لوبولے دے۔ د شهیدانو د کورنیو خېر ښېګړه او هر ډول ممکنه مرسته کول د حکومت وړومبۍ ذمه واري ده۔ نن د نهې په ورځ د پوليس شهيدانو ورځ په موقع خپل پېغام كښې وزيراعظم ووئیل مونږ د هغو پولیس افسرانو او اهلكارو قربانیو ته سلام کوو چا چې د ګران وطن لپاره د خپل ژوند قرباني وركړه۔ وزيراعظم ووئیل پولیس تل په هیواد کښې د ترهګرۍ، افراطیت او جرمونو خلاف جڼګ كښې د اولني صف كردار ترسره كړے دے او د كوټلي عزم څرګندونه يۍ كړې ده كومه چې د ستائنې وړ ده ۔ د پولیس د شهیدانو نه هېرېدونکې قربانو د خلکو د ژوند او مال په ساتنه، د قانون حاکمیت په ټینګښت او د قانون او نظم په پياوړتيا كښې مهم رول لوبولے دے۔ ده ووئيل په ننۍ ورځ مونږ د شهيدانو د كورنيو صبر ٬ استقامت او حوصلې ته هم سلام كوو۔ د شهيدانو د كورنيو خېر ښېګړه او هر ډول ممكنه مرسته د حكومت په وړومبو ذمه وارو كښې شامله ده۔ ده ووئيل د شهيدانو د وطن دفاع لپاره د ځانګړې قربانيو په ياد كښې مونږ نن د خپل لوظ پخلے كوو چې پوليس ته به د خپلو قومي ذمه وارو ترسره كولو لپاره هر ډول ممكن آسانۍ وركولې شي۔ ده ووئيل راځۍ چې په ګډه د قانون بر لاسي ٬ د انصاف تحفظ ٬ د ترهګرې او جرمونو ناسور ختمولو او د خپلو شهيدانو د قربانيو شان سره هم آهنګ د يو سوله ايز ٬ محفزظ او سوكاله پاكستان جوړولو له د شريكو هڅو او كوټلي عزم پخلے وكړو۔










