اسلام آباد 04 اګست(اے پی پی)صدر مملكت آصف علي زرداري وئېلي دي پاكستان د پوليس هغه مېړنو افسرانو او ځوانانو ته پيرزوئنې وړاندې كړي چا چې د خوږ هېواد امن او سلامتيا لپاره د خپلو ځانونو قربانۍ وركړي ٬د هغوي بې مثاله جرات٬غېر متزلزل تړون او قامي خذمت كښې وركړې عظيمې قربانۍ به د ټول قام لپاره د وياړ سبب او د هر پاكستاني لپاره د احترام وړ وي۔د پوليس …
د پاكستان پوليس د مېړنو افسرانو او ځوانانو عظيمې قربانۍ به د ټول قام لپاره د وياړ او پاكستان لپاره د احترام وړ وي۔ د صدر مملكت د پوليس شهيدانو ورځې په مناسبت پېغام

مزید خبریں
اسلام آباد 04 اګست(اے پی پی)صدر مملكت آصف علي زرداري وئېلي دي پاكستان د پوليس هغه مېړنو افسرانو او ځوانانو ته پيرزوئنې وړاندې كړي چا چې د خوږ هېواد امن او سلامتيا لپاره د خپلو ځانونو قربانۍ وركړي ٬د هغوي بې مثاله جرات٬غېر متزلزل تړون او قامي خذمت كښې وركړې عظيمې قربانۍ به د ټول قام لپاره د وياړ سبب او د هر پاكستاني لپاره د احترام وړ وي۔د پوليس شهيدانو په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا جاري پېغام كښې صدر مملكت ووئېل د پاكستان پوليس د جرائم٬ترهه ګرۍ او انتهاخوښۍ په ضد په وړومبې صف كښې خذمات ترسره كوي٬د هدفي كاروائيو په مهال اعلٰی پيشه وره مهارت او د موثره تګلارې په څرګندونه پوليس د جرائم پيشه او انتهاخوښو عناصر نيټ وركس ناكامه كولو كښې ښكاره كاميابۍ ترلاسه كړې دي۔صدر مملكت ووئيل دا امر ډېر د ډاډګيرنې دے چې زمونږ پوليس اهلكار د بې ګناه خلقو د ځانونو تحفظ٬ د قانون بر لاسي او په هېواد كښې امن او امان لپاره عزم لري او په بې مثاله قربانو خپلې ذمه وارۍ ترسره كوي۔ده ووئيل زه په خاص توګه خېبرپښتونخوا او بلوچستان كښې د وظيفه ترسره كوونكو پوليس افسرانو او اهلكارو د غېر معمولي مړانې او قربانيو د زړه له كومې نه اعتراف كوم٬د ترهه ګرو او د هغوي د غېر ملكي سرپرستانو په ضد كاروائيو كښې د دوي موثر او پرې كنده كردار په قامي كچه د ستائنې وړ دے۔صدر مملكت آصف علي زرداري ووئېل مونږ د خپلو شهيدانو د كورنيو زغم٬استقامت او حوصلې ته هم سلام كوو د كومو قربانو ته چې ټول قام د عزت او احترام په سترګه ګوري٬د هغوي د درنو كورنيو خېرښېګړه او سماجي او معاشي معاونت زمونږ د ټولو شريكه ذمه واري ده۔صدر مملكت ووئيل نن مونږ د دې عزم هم پخلے كوو چې پوليس سره تړلې ادارې به قوي٬جديد او موثره كولې شي٬د دې مقصد لپاره ښه تربيت٬د جديد ټېكنالوجي استعمال او د ضروري وسائل وركړه باوري كولې شي دغسې چې پوليس اهلكار خپلې ذمه وارۍ په باور٬وقار او پيشه وره مهارت سره ترسره كړي۔ده ووئيل په دې موقع د پاكستان پوليس هغه نرانو زامنو او ميرمنو ته پيرزوئنې وړاندې كوم څوك چې د خپلو ځانونو پروا كولو نه غېر د اعلٰی پيشه وره اقدارو سره٬د هېواد امن او سلامتيا تحفظ لپاره پرله پسې خپل خذمات ترسره كوي۔صدر مملكت ووئيل پاكستان پوليس زمونږ د ټولنې يوه بنيادي ستن ده٬دوي نه يوازې د قانون واكمنۍ او د امن او امان محافظ دي بلكې د اولس د باور٬سماجي هم آهنګۍ او قامي يووالي هم امين دي۔ده ووئيل نن د دې حقيت هم پخلے كوو چې يو محافظ٬امن لرونكې او منصفانه ټولنه د قامي پرمختګ او اجتماعي خوشحالۍ بنياد دے٬مونږ د خپل پوليس فورس هغه مېړنو افسرانو او اهلكارو بې لوثه جذبې٬غېر معمولي جرات او د اعلٰی پيشه وره خذمات مننه كوو د كومو په سبب چې د پاكستان اولس سباؤن خوندي دے۔










