اسلام آباد۔3 اګست(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د نجكارۍ پروګرام ټولو پړاؤونو په ټاكلي وخت كښې د بشپړولو امر سره وئيلي دي د نجكارۍ بېلو پړاؤنو په وخت بشپړولو له دې اړوند وزارتونو او ادارو سره رابطه وساتلې شي٬ د زرعي ترقياتي بنك د نجكارۍ تګلاره دې دا ډوله وضعه كړې شي چې د بنك بنيادي مقصد او زرعي څانګه كښې د دې كردار په ځائے پاتې شي۔ …
د وزيراعظم په مشرۍ كښی د سركاري ادارو نجكارۍ عمل كښی د شوي پېشرفت جاج اغستو غونډه ٬ د نجكارۍ پروګرام ټول پړاؤنه په ټاكلي وخت كښې د ترسره كولو امر

مزید خبریں
اسلام آباد۔3 اګست(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د نجكارۍ پروګرام ټولو پړاؤونو په ټاكلي وخت كښې د بشپړولو امر سره وئيلي دي د نجكارۍ بېلو پړاؤنو په وخت بشپړولو له دې اړوند وزارتونو او ادارو سره رابطه وساتلې شي٬ د زرعي ترقياتي بنك د نجكارۍ تګلاره دې دا ډوله وضعه كړې شي چې د بنك بنيادي مقصد او زرعي څانګه كښې د دې كردار په ځائے پاتې شي۔ د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ كښې د سركاري ادارو د نجكارۍ عمل كښې د شوي پیشرفت جاج اغستلو له غونډه د ګل په ورځ وشوه۔ غونډې ته خطاب كښې وزيراعظم ووئيل د نجکاری پروګرام لاندې په ټولو ټاكلے شوو هدفونو او ټائم لائنمز دې عملدآمد باوري كړے شي۔ د نجكارۍ بېلو پړاؤنو په وخت بشپړولو له دې اړوندو وزارتونو او ادارو سره رابطه وساتلې شي۔ وزيراعظم هدايت وكړو چې د زرعي ترقياتي بنك د نجكارۍ تګلاره دې دا ډوله وضعه كړې شي چې د بنك بنيادي مقصد او زرعي څانګه كښې د دې كردار په ځائے پاتې شي۔ دا خبره دې باوري كړې شي چې نجكارۍ څخه وروستو دې هم وړو او د منځومانه زرعې كروندګرو ته قرض او مالي وسائل وركولو پلو د زرعي ترقياتي بنك پام برقرار پاتي شي۔ په غونډه كښې د نجكارۍ وزارت لخوا وزيراعظم ته د نجكارۍ پروګرام ٬ د بېلو سركاري دارو نجكارۍ لپاره تردې دمه د شوي پېشرفت او د راروانو هدفونو په اړه بشپړ بريفنګ وركړے شو۔ غونډې ته ووئيل شول د حكومت د نجكارۍ پروګرام لاندې په مجموعي توګه 27 ادارې په درې پړاؤنو كښې د نجكارۍ په ايجنډا كښې شاملې دي۔ په غونډه كښی نائب وزير اعظم اسحاق ډار، وفاقی وزيرانو خواجه آصف ٬ جام كمال خان ٬ احد خان چيمه ٬ سردار اوېس خان لغاري٬ خاص مرستيال هارون اختر او نورو اړوندو اعلی چارواكو ګډون وكړو۔










