اسلام آباد 03 اګست(اے پی پی)د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د پنجاب اسمبلۍ دوهم سپيكر ملك ظهر اقبال چنړ سره د هغه په استوګنه د هغه پلار د قامي اسمبلۍ غړي ملك محمد اقبال چنړ په مړينه د غمرازۍ څرګندونه وكړه۔د قامي اسمبلۍ سېكرټرېټ له مخې د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د ملك محمد اقبال چنړ په مړينه د غم دړد او افسوس څرګندونې كولو …
د ملك محمد اقبال چنړ اولسي او پارليماني خذمات به ياد ساتلې شي۔سردار اياز صادق

مزید خبریں
اسلام آباد 03 اګست(اے پی پی)د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د پنجاب اسمبلۍ دوهم سپيكر ملك ظهر اقبال چنړ سره د هغه په استوګنه د هغه پلار د قامي اسمبلۍ غړي ملك محمد اقبال چنړ په مړينه د غمرازۍ څرګندونه وكړه۔د قامي اسمبلۍ سېكرټرېټ له مخې د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د ملك محمد اقبال چنړ په مړينه د غم دړد او افسوس څرګندونې كولو سره ووئېل هغه يو مخلص٬اصول لرونكے او اولس دوسته شخصيت ؤ ۔سردار اياز صادق ووئيل د ارواښاد پارليماني٬سياسي او اولسي خذمات به د قدر او احترام سره ياد ساتلې شي۔د قامي اسمبلۍ سپيكر ووئيل د پلار لاس د سره نه پورته كېدل يو نه پوره كېدونكے زيان دے۔ده ووئيل د غم په دې سخت وخت كښې مونږ د پنجاب اسمبلۍ دوهم سپيكر ملك ظهير اقبال چنړ او د هغه كورنۍ په غم كښې برابر شريك يو۔په دې موقع د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د ارواښاد بخښنې لپاره لاس نيوه وكړه ۔ده دعا وكړه چې لوي څښتن دې ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځائے او غم جنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔










