اسلام آباد۔3 اګست(اے پی پی) د قامي فني او پیشه ورې تربيې كمېشن چيئرمېن انجینئر قمر الاسلام راجه سره په پاكستان كښې د زمبابوے سفير ایئر مارشل (ر) ټائټس اېم جے ابو باسوټو په نیوټېك هېډکوارټر كښې ملاقات وكړو په كوم كښې چې د دواړو هېوادونو ترمينځه فنی او پېشه وره تعليم ٬ تربيې ٬ هنرمندۍ او همكارۍ ته ودې وركولو سره په اړوندو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ …
د فني او پېشه ورې تربيې كمېشن چيئرمېن سره د زمبابوے سفير ملاقات٬ همكارۍ ته په ودې وركولو د خيالاتو څرګندونه

مزید خبریں
اسلام آباد۔3 اګست(اے پی پی) د قامي فني او پیشه ورې تربيې كمېشن چيئرمېن انجینئر قمر الاسلام راجه سره په پاكستان كښې د زمبابوے سفير ایئر مارشل (ر) ټائټس اېم جے ابو باسوټو په نیوټېك هېډکوارټر كښې ملاقات وكړو په كوم كښې چې د دواړو هېوادونو ترمينځه فنی او پېشه وره تعليم ٬ تربيې ٬ هنرمندۍ او همكارۍ ته ودې وركولو سره په اړوندو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په دې موقعه دواړو لارښودو په دې خبره اتفاق وكړو چې د فني تعليم او مهارتونو ترقۍ په څانګه كښې همكاري لا پراخا كولو سره به د دواړو هېوادونو ځوانانو لپاره نوې او غوره موقعې پېدا كېدې شي۔ په ملاقات كښې سباؤن كښې د شريكو اقدماتو ٬ د تجرباتو د تبادلې او د فني او پېشه ورې تربيې د بېلو څانګو كښې د مرستې زياتولو امكانات هم جاج واغستلے شو۔ په دې موقع د زمبابوے سفير په پاكستان كښې فني او پېشه وره تعليم ته ودې وركولو له د قامي فني او پېشه ورې تربيې كمېشن كردار ستائېلو سره د دواړو هېوادونو ترمينځه د مهارتونو ترقۍ په څانګه كښې نزدې همكاري روانه ساتلو له خوښي ښكاره كړه۔(










