اسلام آباد۔3 اګست(اے پی پی) جمو و کشمیر ډېموکرېټک فریډم پارټۍ د كل جماعتي حریت کنفرنس لخوا 5 اګست د تورې ورځې په توګه د لمانځلو او په مقبوضه جمو وكشمير كښې د بشپړ هړتال غږ ملاتړ كړے دے۔ د کشمیر میډیا سروس له مخې د ډېمو كرېټك فريډم پارټۍ وياند په ګرده نړۍ كښې مېشته كشميريانو ٬ پارليماني غړو ٬ د بشري حقونو تنظيمونو ٬ سول سوسائټۍ ٬ …
ډېموكرېټك فريډيم پارټۍ 5 اګست د تورې ورځې په توګه د لمانځلو غږ وكړو ، د كشمير مسئلې حل كولو له نړيوالې ورورولۍ څخه د كردار ترسره كولو غوښتنه

مزید خبریں
اسلام آباد۔3 اګست(اے پی پی) جمو و کشمیر ډېموکرېټک فریډم پارټۍ د كل جماعتي حریت کنفرنس لخوا 5 اګست د تورې ورځې په توګه د لمانځلو او په مقبوضه جمو وكشمير كښې د بشپړ هړتال غږ ملاتړ كړے دے۔ د کشمیر میډیا سروس له مخې د ډېمو كرېټك فريډم پارټۍ وياند په ګرده نړۍ كښې مېشته كشميريانو ٬ پارليماني غړو ٬ د بشري حقونو تنظيمونو ٬ سول سوسائټۍ ٬ د ابلاغ ذريعو او په امن او د خپلواكۍ په حق باور لرونكو وګړو ته غږ كړے دے چې هغوي په سوله ايز لاريونونو ٬ سيمينارونو او نورو دستورو كښې ګډون كولو سره كشميري اولس سره د يووالي څرګندونه وكړي۔ ده ووئيل 5 اګست 2019 د جمو وكشمير د تاريخ د افسوس وړ باب دے ٬ په كومه ورځ چې هند په يو اړخيزه توګه د رياست خصوصي آئيني حېثيت ختمولو سره دا په دوو برخو كښې وېشلے ؤ ۔ ده ووئيل په سوئيلي آسيا كښې تلپاتې امن ٬ استحكام او سوكالۍ د كشمير پخوانۍ شخړې د كشميري اولس د هيلو او د ملګرو ملتونو د اړوندو قراردادونو له مخې حل كولو سره تړلې ده۔ وياند د كشميري اولس ځانګړو قربانيو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره د هغوي د سياسي مشرتابه په پرله پسې نظربندۍ اندېښنه ښكاره كړه۔ ده ووئيل شبیر احمد شاہ، یاسین ملک، مسرت عالم بټ، آسیه اندرابی، فهمیدہ صوفی، ناهیدہ نسرین او نور يو شمېر كشميري لارښود له تر ډېرې مودې راهسې د زندان ستونزې برداشت كوي۔ ډېموکرېټک فریډم پارټۍ ملګرو ملتونو ٬ د اسلامي مرستې تنظيم ٬ اروپائي ائتلاف ٬ د بشري حقونو تنظيمونو او نړيوالې ورورولۍ څخه غوښتنه وكړه جې هغه په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو ناوړه شوې وضعې ته خصوصي پاملرنه وكړي٬ حقائق څخه خبرېدو لپاره خپلې ډلې مقبوضه سيمې ته ولېږي او د سياسي بنديوانو د حقونو تحفظ او خوشې كېدو لپاره خپل كردار ترسره كړي۔










