آزاد كشمير كښې سپېځلې ٬ آزادې او بې پرې ټاكنې وشوې٬ مونږ ساده اكثريت ترلاسه كړو: د رانا ثناﺀ الله او انجينئر امير مقام خبري كنفرنس

  اسلام آباد۔2 اګست (اے پی پی) د وزيراعظم سلاحكار رانا ثناء اللہ او د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير انجینئر امیر مقام وئيلي دي په آزاد كشمير كښې په دوو پړاؤنو كښې د ټاكنو په سوله ايز ډول ترسره كېدل د جمهوريت ٬ كشميري اولس او رياست كاميابي ده۔ پيپلز پارټي تېره ورځ د سهار څخه د درغلې بيانيه رامخې ته كولو له كار كولو  ٬ د …

 

اسلام آباد۔2 اګست (اے پی پی) د وزيراعظم سلاحكار رانا ثناء اللہ او د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير انجینئر امیر مقام وئيلي دي په آزاد كشمير كښې په دوو پړاؤنو كښې د ټاكنو په سوله ايز ډول ترسره كېدل د جمهوريت ٬ كشميري اولس او رياست كاميابي ده۔ پيپلز پارټي تېره ورځ د سهار څخه د درغلې بيانيه رامخې ته كولو له كار كولو  ٬ د ميثاق جمهوريت د روح منافي بيانيې په جوړولو بايد بلاول بھټو نوټس واخلي٬ د آزاد كشمير په تاريخ كښې د سپېځلو ٬ عادلانه او آزادو ټاكنو په كولو الېكشن كمېشن ٬ انتظاميه او امنيتي ادارو ته مباركي وركوو۔ اولس چې د مسلم ليګ ن په مشرتابه او ګوند كوم باور وكړو ٬ مونږ به هغوي مايوسه نه كړو٬ په پرلت ناست وطن او پاكستان سره مينه لرونكي كشميري وګړي بايد خبرو اترو ته كېني۔ د ګل په ورځ خبري كنفرنس ته خطاب كښې رانا ثناﺀ الله ووئيل په دويم پړاؤ كښې د آزاد كشمير او مهاجرينو په 20 حلقو كښې د ټاكنو عمل بشپړ شو۔ په دويم پړاؤ كښې مسلم ليګ ن په 23 چوكو كاميابي ترلاسه كړه٬ مسلم ليګ (ن) په آزاد كشمير كښې ساده اكثريت ترلاسه كړے دے۔ د میرپور ډویژن 9 او د  مظفرآباد ډویژن 7  چوكو كښې په څلورو د مسلم ليګ ن او په 3 د پيپلز پارټۍ كانديدان كامياب شول ۔ د مهاجرینو په 12 چوكو كښې 10 مسلم ليګ ن او 2 پيپلز پارټۍ ترلاسه كړې۔ پيپلز پارټۍ اول په 13 چوكو د درغلۍ  تور ولګولو ٬ د ثبوت په غوښتلو خبره د 13 نه 4 او بيا 2 حلقو ته راغله۔ ده ووئيل په آزاد كشمير كښې آزادې او بې پرې ټاكنې وشوې۔ د كاميابو شوو كانديدانو په شمول ټاكنو كښې  پاتې شوي كانديدان هم د مباركۍ مستحق دي۔ ده ووئيل په آزاد كشمير كښې به په اولسي مېنډېټ حكومت جوړ كړے شي۔ د مسلم لیګ (ن) حکومت به آزاد كشمير كښې د ترقۍ نوے دور پېل كړے۔ مياں نواز شريف به د كشمير اولس سره كړې خپل لوظونه تر سره كوي ۔ ده ووئېل د ټاكنو وروستي پړاؤ نه پس به د مسلم ليګ ن د پارليماني ګوند غونډه كيږي په كومه كښې به چې د حكومت په جوړولو خبره كيږي۔ ده ووئيل د کھاوړہ حلقه كښې تېره ورځ د پولنګ عمل اغېزمند كولو او ټرن آؤټ كمولو له بېلې حربې وكارولې شوې۔ په لنډ مهاله صدر د وژونكي بريد كوم طبي ثبوت وړاندې نه كړے شو۔ د حكومت لرلو باوجود الېكشن كمېشن څخه د امنيت د ناقصه انتظامات ګيله كيږي۔ د سندھ يو اېم اېن اے د پوليس په ملګرتيا په بېلو پولنګ سټېشنونو د يرې خپرولو هڅه كړې ، بلاول بھټو بايد د دغې نوټس واخلي۔ ده ووئيل پیپلز پارټي يو جمهوري سياسي ګوند دے٬ د هغې لخوا د مېنډېټ نه تسليمول د مېثاق جمهوري په ضد كار دے۔ وفاقي وزير امیر  مقام ووئيل د ټاكنو دويم پړاؤ په كاميابۍ سره بشپړ شو٬ دا كاميابي يوازې د مسلم ليګ ن نه بلكې د جمهوريت ٬ كشميري اولس او د رياست د عملدارۍ كاميابي ده۔ الېکشن کمېشن شپه او ورځ خواري وكړه ٬ پوليس او امنيتي ادارو د سوله ايزو ټاكنو په كولو كښې بشپړ كردار ترسره كړو ٬ په دې د هغوي مننه كوو۔ ده ټول كامياب ګرځولے شوو كانديدانو له مباركي وركړه۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل درېم پړاؤ به د تېرو دواړو پړاؤنو په مقابل كښې زيات ښه وي۔ په دغې كښې به هم كاميابۍ ترلاسه كړو۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې په پرلت كښې ناستو كسانو ته يو وارې بيا د خبرو اترو پېشكش كولو سره وفاقي وزير ووئيل په احتجاج او  پرلتونو مسئلې نه حل كيږي۔ ده ووئيل د اولس خېر ښیګړی له به ټول ممكنه ګامونه پورته كوو