د امریکې په واشنګټن ايالت كښې په ځنګل لګېدلے اور بے قابو شو ، 5 زره كورونه خالي ، 600 ودانۍ ړنګې

  واشنګټن۔03 اګست(اے پي پي)د امریکائي ايالت واشنګټن  په  ختيزو سيمو كښې  په لګېدلي اور قابو ونه موندلے شو ، د كوم له امله چې نزدې  5 زره كورونه خالي كړے شول ٬ دغسې 600  ته نزدې كورونه، کاروباري مرکزونه او نورې ودانۍ  ړنګې شوې ۔ د امارات نیوز ایجنسۍ وام تر مخه د  ايالت دويم ښار سپوکین او د دغې خوا وشا لګېدلي اور   نزدې  21  کلومیټره  ګېر چاپېره …

 

واشنګټن۔03 اګست(اے پي پي)د امریکائي ايالت واشنګټن  په  ختيزو سيمو كښې  په لګېدلي اور قابو ونه موندلے شو ، د كوم له امله چې نزدې  5 زره كورونه خالي كړے شول ٬ دغسې 600  ته نزدې كورونه، کاروباري مرکزونه او نورې ودانۍ  ړنګې شوې ۔ د امارات نیوز ایجنسۍ وام تر مخه د  ايالت دويم ښار سپوکین او د دغې خوا وشا لګېدلي اور   نزدې  21  کلومیټره  ګېر چاپېره زمكه نيولې ده ۔دا  اور په مغربي امریکا كښې د لګېدلو  په درځنونو لكېدلو اورونو برخه دے ، كومو چې د وفاق، ریاستي او  مقامي ادارو د اور مړ كولو صلاحیت د سخت  فشار سره مخ كړے دے  ۔بلخوا په مغربي اډاهو او  مشرقي اوریګن کښې په شينكي لګېدلي په يو بل غټ اور قابو موندلو لپاره عمله پرله پسې په لسمه ورځ هم  مصروف وه ۔ د بلډوزرو او  چورلكو د لارې  د مرستې روانو  کارروائیو  باوجود دغې اور  نزدې 1,360 مربع کلومیټره ګېر چاپېره سيمه پخپله ولقه كښې اغستې ده۔